۸صبح، تخار: تخار کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.
دغه پېښه چهارشنبه ماښام د وږي پر ۲۳ د تخار ولایت د هزارسموچ ولسوالۍ په قورقدوق کلي کې شوې ده.
ځایي سرچینې وایي، چې دغه ترافیکي پېښه د یوه موټر له اوښتو سره شوې ده.
د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي ګرندی تګ او بې احتیاطي بلل شوې.
په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي. د روانې اوونۍ پر سه شنبې هم بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله ۳ تنه مړه او ۴ نور ټپیان شول.