د ولور پر ورکولو او اخیستو د بندیز په تړاو د طالبانو د مشر له فرمان وروسته، اوس ځایي طالبان په ولایتونو او ولسوالیو کې د طالبانو د دیني عالمانو په شوراګانو په اتکا سره، په خپله خوښه ولور ټاکي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، که څه هم طالبانو د ولور پر ورکړې په بندیز سره د خپلو جنګياليو د ودونو لپاره زمينه برابره کړې، خو بل پلويې د ولورپه توګه يوه اندازه پیسې ټاکلي دي. دا پیسې په بېلابېلو ولایتونو کې په توپير سره په پام کې نیول شوي دي. په ځینو ولایتونو کې د ودونو لګښتونه هم په ولور کې شامل دي.
د طالبانو د ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده په ۱۴۰۰ کال کې د ښځو په اړه شپږ ماده ییز فرمان صادر کړ چې د دغې ډلې د ایډیالوژۍ پربنسټ، د واده، کورنۍ او د ښځو د میراث پر حقونو متمرکز وو. د دغه فرمان په یوه برخه کې د طالبانو مشر د ولور موضوع ته هم اشاره کړې او هغه یې غندلی دی. له هغې وروسته د طالبانو د حج او اوقافو وزارت په یو لړ ټویټونو کې وویل چې مهر د ښځو حق دی، خو له کورنیو د ولور اخیستل په شریعت کې جواز نه لري. په هغه وخت کې دغه وزارت د کورنیو له خوا د ولور اخیستل او ورکول منعه اعلان کړل او د جوماتونو له امامانو یې وغوښتل چې د جمعې د لمانځه په خطبو کې د ولوراخیستل غیر شرعي اعلان کړي.
خو د طالبانو د مشر د فرمان او د حج او اوقافو د وزارت له حکم سره سم، د دغې ډلې ځايي قوماندانانو او د طالبانو د علماوو شورا په ولایتونو کې د ځوانو نجونو او کونډو ولور په خپله خوښه ټاکلی دی. د معلوماتو له مخې ځايي طالبانو دغه کار د علماوو شورا د يوې غونډې په جوړولو سره کړی دی. په دې لړ کې، په جوزجان کې ځايي طالبانو د ځوانو نجونو ولور او د واده لګښت ۴۰۰ زره افغانۍ اعلان کړی دی. په آقچې ولسوالۍ کې د طالبانو د ديني عالمانو د شورا غړي سيد صلاح الدين وويل، چې دا پرېکړه يې له ډېرو مشورو وروسته کړې ده. هغه څرګنده کړه، چې په دې پرېکړې سره به کورنۍ مکلفې وي، چې د ځوانو نجونو ولور تر ۴۰۰ زره افغانیو زیات وانخلي.
دغه راز تېره مياشت د پروان ولايت په جبل السراج ولسوالۍ کې د طالبانو د ديني عالمانو شورا د ولور او د ودونو د لګښتونو په اړه یو پرېکړه ليک صادر کړ، چې بيا د دغه ولايت د سيمه ييزو ارګانونو له خوا تایید شوی او پر عملي کېدو يې ټينګار کړی دی. د دغه پرېکړه ليک پر بنسټ، چې يوه کاپي يې ٨صبح ورځپاڼې ته رسېدلې، په جبل السراج کې د طالبانو ديني عالمانو او د هغوى سيمه ييزو چارواکو د ځوانو نجونو او کونډو لپاره ولور ټاکلی دی. دغه پریکړه لیک د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست له خوا هم لاسلیک شو. د طالبانو په پرېکړه لیک کې راغلي چې د یوې ځوانې نجلۍ معجل مهر سل زره افغانۍ ټاکل شوی چې له دې منځه ۳۰ زره افغانۍ مستقیما ناوې ته ورکول کېږي. سربیره پردې، د مراسمو تر پایه پورې د ناوې د کورنۍ لګښتونه هم باید له دې پیسو ورکړل شي. د دې ترڅنګ د کونډو معجل مهر هم ۵۰ زره افغانۍ او ورسره ۱۰ ګرامه سره زر ټاکل شوي دي.
د غور په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې طالبانو د ښځو لپاره مهر او ولور مشخص کړی دی. د دې پرېکړې پر بنسټ ویل شوي، چې معجل (حضوري) مهر دې ۲۵۰ زره افغانۍ او موجل (غایب) مهر د ې د اړخونو د موافقې له مخې وټاکل شي، خو په کمه اندازه. په غور کې د طالبانو پرېکړه شپږ مادې لري. د دې پرېکړه ليک په لومړۍ فقره کې د مهر تر څنګ د واده نور لګښتونه هم مشخص شوي دي. د دغه پرېکړه ليک له مخې، د هلک کورنۍ بايد د نجلۍ کورنۍ ته لس پسونه، درې بوجۍ لومړۍ درجه سیله ورېجې، درې ټیمه ١٦ لېتره غوړي، يو من شين چای، يوه بوجۍ شیرني، يوه بوجۍ بوره، ۵۰ منه غنم او ٥٠ متره ټوکر ورکړي. دغه پرېکړه لیک د لعل و سرجنګل ولسوالۍ د امربالمعروف د امر، د دې ولسوالۍ د محتسب، د مالي او اداري امر محمد رضا محمدی، په دې ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو د مدير برهان الدين او نورو لوړ پوړو چارواکو له خوا لاسليک شوی دی. د ځایي طالبانو د پرېکړو په یوه برخه کې ویل شوي چې د دغو شیانو ټولټال لګښت باید له ۸۰ زره افغانیو زیات نه وي. دغه راز راغلي دي چې دا اندازه لګښت بايد نارينه ښځې ته ورکړي او ښځه کولاى شي چې خپل پلار، مور، ورور يا کوم بل خپلوان ته ورکړي.
د دغو ولایتونو تر څنګ په بدخشان کې هم طالبانو د واده ولور ۲۰۰ زره افغانۍ ټاکلی دی. د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې سرچینې وايي، طالبانو په ودونو کې د اضافي لګښتونو ترڅنګ ۲۰۰ زره افغانۍ ولور په پام کې نیولی دی.
بلخوا د کاپیسا د کوهستان په حصه اول ولسوالۍ کې طالب چارواکو د ځوانو نجونو لپاره ۱۵۰ زره افغانۍ ولور ټاکلی دی. د کوهستان حصه اول ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال عبدالمتين سعيد د دې ولسوالۍ په مرکز کې له خلکو سره په خبرو کې ویلي، چې د کونډو ښځو ولور ٨٠ زره افغانۍ دی. هغه ټینګار کړی چې نور لګښتونه د هلک په کورنۍ اړه نه لري. نوموړي پر دې پرېکړې ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی، چې که څوک ترې سرغړونه وکړي، ۱۵۰ زره افغانۍ به جریمه شي او د طالبانو د محکمې له خوا به مجازات شي.
د هېواد په سویل ختيځو ولايتونو کې هم ځایي طالبانو د ښځو لپاره ولور ټاکلی دی. د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ د علماوو شورا پرېکړه کړې، چې له دې وروسته دې د نجونو ولور ۵۰۰ سوه زره افغانۍ ورکړل شي. د دغې هوکړې له مخې د کونډو ولور ۳۰۰ زره افغانۍ ټاکل شوی دی. ځايي طالبانو ټینګار کړی، چې که څوک له دې هوکړې سرغړونه وکړي، ۶۰۰ زره افغانۍ به جریمه شي. د څمکنيو د ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال عزت الله مخلص وايي، څوک چې دغه هوکړه عملي نه کړي، نکاح به يې نه ترسره کېږي.
په همدې حال کې یو شمېر هېوادوال وايي چې طالبان د خپلو شخصي ګټو پر بنسټ د خلکو لپاره شرایط ټاکي. د افغانستان په شمال کې یو قومي مشر محمد محسن (مستعار نوم) زیاتوي چې د ولورد اندازې د ټاکلو په ګډون په ډیری برخو کې د طالبانو او د دغې ډلې د مشرتابه تر منځ اختلافات موجود دي او د دغې ډلې کسان د ګټو تضاد ته په پام سره واحد نظر نه لري. هغه زياته کړه، چې په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې د دې ډلې يو شمېر ځايي چارواکي هڅه کوي، چې د ملا هبت الله له فرمانه په استفادې سره خپلو جنګياليو ته نجونې نکاح کړي، په داسې حال کې چې ځينې يې د خپلو ګټو په پام کې نيولو سره د ولور پر اخيستلو ټينګار کوي.
تر دې مخکې د هېواد په شمال کې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي وو، چې طالبان هڅه کوي د ملا هبت الله له امره په استفادې خپلو جنګیالیو ته د واده زمینه برابره کړي. په همدې حال کې یوې سرچینې ویلي چې د طالبانو بهرني جنګیالي هم له دې فرصته په استفادې غواړي په افغانستان کې د خپل حضور د دوام لپاره واده وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یو شمېر غړي د ډير ولور په ورکولو سره ودونه کوي. هغه کار چې د طالبانو تر منځ د نظر اختلاف بیانوي.