۸صبح، کابل: پاکستاني رسنیو په دغه هېواد کې د لږ تر لږه ۴۱ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی دی.
اېکسپرېش ټریبیون د سې شنبې ورځ د وږي میاشتې په ۲۱مه راپور ورکړی چې دغه کسان له بلوچستان څخه په ناقانونه توګه کراچۍ ښار ته دننه شوي وو.
په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
پاکستاني پولیسو د وږي میاشتې په ۱۹مه د یکشنبې په ورځ هم په کراچۍ ښار کې لږ تر لږه ۱۲۱ افغان کډوال نیولي وو.
په همدې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې، څو دلته د مېشتو غیرقانوني کډوالو پر وړاندې قوي اقدامات وکړي.
خو له دې وړاندې هم پاکستاني پولیسو لسګونه افغان کډوال چې په هغه هېواد کې یې د اوسېدو قانوني اسناد درلودل نیولي وو.