د هلمند یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي شبکو له کمزوري فعالیتونو شکایت کوي. د دغه ولايت اوسېدونکي وايي چې د مخابراتي شبکو د کمزوري قعالیتونو له کبله ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او خپلوانو یا دوستانو سره په ډېرې سختۍ ټیلفوني اړیکه نیسي. د دوی په خبره، له تېرو څو کلنو راپدېخوا په یاد ولایت کې ډېری مخابراتي شبکې په لیرې پرتو ولسوالیو کې کار نه کوي او په مرکز کې یې بیا فعالیتونه په نشت کې حساب دي.
د هلمند سنګين ولسوالۍ چې د طالبانو د کوچني کابل په نوم هم یادېږي اوسيدونکي يې د نورو ډېرو ستونزو سربېره د مخابراتي خدمتونو له کمزوري کیفیت څخه شکايت کوي او په خبره یې، فعاليت یې خورا کمزوری دی. د دغې ولسوالۍ يو اوسيدونکی نورالله وايي چې له خپلوانو سره د اړيکو نیولو او انټرنيټي خدمتونو څخه د ګټېاخیستنې لپاره اړ کېږي چې د غرونو څوکو ته پورته شي. دی زیاتوي چې د دغې ولسوالۍ د ليرې پرتو سيمو ترڅنګ د ولسوالۍ په مرکز کې هم مخابراتي شبکې هېڅ کار نه کوي.
نوموړي زياته کړه: «زموږ په ولسوالۍ کې له پخوا څخه خلکو ډيرې ستونزې لرلې. اوس چې يوه لويه ستونزه د مخابراتي شبکو ده، دلته ټول خلک چې له خپلوانو سره اړيکي نيسي اړ کېږي چې د غرونو څوکو ته پورته شي. ډېر په ستونزو کې يو او څو ځله مو شکايتونه هم کړي دي؛ خو تراوسه مو هيچا ستونزه نه ده اوريدلې. د ليرې پرتو سيمو ترڅنګ ان د ولسوالۍ په بازار کې هم شبکې بیخي کار نه کوي.»
د سنګين ولسوالۍ څنګ ته د پرتې نادعلي ولسوالۍ اوسيدونکي هم د مخابراتي خدمتونو د کمزوري فعاليت او ټيټ کفيت څخه شکايت کوي. د دغې ولسوالۍ يو اوسيدونکي شريفالله ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې په ولسوالۍ کې د ټولو مخابراتي شبکو انتنونه لګېدلي دي، خو په خبره يې، يو هم په هغه ډول فعاليت نه کوي چې د خلکو اړتياوې پرې پوره شي.
د هغه په وينا، په دې وروستيو کې د طالبانو د مخابراتو ریاست په غوښتنه د نادعلي ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د مخابراتي شبکو انتنونه لګول شوي دي؛ خو په خبره يې چې دغه انتنونه په داسې ځايونو کې لګول شوي چې د پوښښ ساحه يې ډېره کمه ده. شريفالله وړاندې وايي، د مخابراتي شبکو د انتنونو د لګولو په برخه کې د طالبانو لاس و او ډيرو سيمو کې د مخابراتو رئیس خپلوانو او ملګرو د انتونونو د نصب په سيمو کې ځمکې اخيستي دي.
نوموړی وويل: « دلته یې په دې دوو کلونو کې څو انتونونه ولګول، خو ټول د طالبانو په خوښه لګول شوي دي. هغوی له مخابراتي انتنونو څخه کرايه اخلي او په ټولو هغو سيمو کې چې مخابراتي انتنونه ځای پر ځای شوي دي، طالبانو ځمکې ورته اخيستي، هم د ځای کرايه ترې اخلي او هم د دوو کسانو معاش. کله چې انتنونه د خلکو په خوښه ولګول شي معلومه خبره ده چې د پوښښ ساحه يې کمېږي.»
د هلمند د لښګرکاه اوسيدونکي وايي چې په مرکز کې د غږیزو خدمتونو ترڅنګ انترنېټي خدمتونه هم پر نشت حساب دي او هېڅ کار نه کوي. د لښکرګاه ښار يو اوسيدونکي روزالدين ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې ډېر خلک اوس مهال خپلې انټرنېټي اړتياوې د مخابراتي شبکو پر ځای په ښار کې له انترنېټ کيفي څخه پوره کوي. هغه وايي چې که څه هم دوی څو ځله خپلې ستونزې له طالبانو سره شريکي کړي، خو هغوی يې د ستونزو حل ته هېڅ پام نه دی کړی.
نوموړی زیاتوي چې د يو شمېر مخابراتي شبکو کیفیت دومره ټيټ دی چې له خپلوانو سره د اړيکو نيولو پر وخت نه پوهېږي چې هغوی په ټیلفوني اړیکه کې څه ویل غواړي. روزالدين وویل: «باور وکړئ دغه اوس ټول ښار نېټ کيفي فعاله کړې، يو لامل يې دا دی چې انترنېټ بیخي کمزوی دی، موږ چې څه ته اړتيا ورته لرو، هغه نه پوره کېږي. د اړیکو نيولو سیسټم خو بيخي فلج دی. کله چې اړيکې يو څوک نيسي په دې هم نه پوهېږو چې هغه څه وايي، څو ځله چې اړيکه ونيسي بېرته پرې کېږي.»
د هلمند ولس زیاتوي چې د مخابراتي شبکو په تخنيکي برخو کې د طالبانو لاس وهنه، په سيمهييزه کچه له مخابراتي شبکو څخه باج اخيستنه او د مخابراتي شبکو د وسايطو زړېدل د دې لامل شوي چې په سم ډول خدمات وړاندې نه شي. د ولس د دغو ادعاوو په هکله طالب ځايي مسوولانو تر اوسه هېڅ غبرګون نه دی ښودلی. هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د هلمند د طالبانو د مخابراتو ریاست نظر هم را واخلو؛ خو بریالي نه شوو. د هلمند تر څنګ د افغانستان په ډېر شمېر نورو ولايتونو کې هم وخت ناوخته عام خلک د مخابراتي شبکو له پڅو خدمتونو څخه شکايتونه کوي او وايي چې څوک یې غږ نه اوري.