د ارزګان ولايت کروندګر وايي، وروسته تر دې چې طالبانو په افغانستان کې د نشهيي توکو پر کښت بنديز ولګاوه، دوی په خپلو ځمکو کې پستې باغونو جوړونې ته مه کړې ده. د دغه ولايت د کروندګرو په وينا، له تېرو درېیو کلونو راهیسې يې په خپلو ځمکو کې د پستې بوټي کینولي؛ خو زیاتوي چې پستې یې بازار نه لري او نه هم په دې برخه کې دوی ته مسلکي روزنه ورکړل شوې ده.
د نوموړي ولایت د مرکز ترينکوټ يو کروندګر اغاولي وايي چې د پستې له جوړ شوي باغ يې سږ او همداراز تېر کال ښه حاصلات ترلاسه کړي دي. دی وايي، که څه هم دوی د پستې په باغونو کې د ښه حاصلېدو په هدف زياتې خوارۍ کړي؛ خو په وينا يې چې په دې وروستیو کې د دغې میوې بازار سوړ دی او سم بازار نه لري.
هغه له ۸صبح سره په خبرو کې زیاته کړه: «درې کاله مخکې مې د پستې باغ جوړ کړی او دا دی سږکال ۵۰ بټي حاصل ته رسيدلي دي، خو د پستې بازار دومره خراب دی چې د تېر کال په پرتله يې هم قيمتونه د لاسه ورکړي دي او سوداګر یې هم کم دي. سږکال زما د پستې باغ ښه حاصلات کړي، خو بیا هم هيله مې ورته ځکه نشته چې سم مارکېټ نه لري.»
د ارزګان ولايت د پستې باغلرونکي نه يوازې ښه مارکېټ له نشتوالي شکايت کوي؛ بلکي وايي چې دوی ته د پستې د باغونو د روزنې په برخه کې هېڅ ډول روزنيز پرګرامونه نه دي جوړ شوي او په خبره يې، په مسلکي ډول د پستې د روزنې نشتوالی د دې لامل شوی چې د پستې يو شمېر باغونه وچ شي.
د ارزګان د هراوود ولسوالۍ يو اوسيدونکي محمدشفيق وويل چې د ارزګان په مرکز او ولسواليو کې دا مهال چې په څومره اندازه ځمکو کې د پستو باغونه جوړ شوي، روزونکي يې يو مسلکي نه دي او په وينا يې، ټولو پر خپل سره يې روزنې ته دوام وکړی.
هغه وايي چې د نامسلکي روزنې له کبله په ارزګان ولايت کې د هره پستې باغ نږدې ۲۰ سلنه وچ شوی دی. نوموړی وايي: «دلته چې په مرکز او ولسوالۍ کې د پستې کوم باغونه جوړ شوي، ټول د هغو کسانو له خوا روزل کېږي چې د دغې میوې د روزنې په برخه کې هېڅ تجريبه نه لري. همدا اوس د ډېری خلکو د پستې باغونه له دې کبله وچ شوي چې مسلکي کسان نشته او هغه کسان چې د پستې باغونه لري، هغوی د پستې د باغونو په روزنه نه پوهيږي.»
د کرنې د برخې پوهان هم په دې باور دي او وایي چې د پستې د حاصلاتو لپاره مارکېټ اوکروندګرو ته د روزنې په برخه کې د روزنيزو پرګرامونو جوړول ډېر مهم دی. د کرنيزو چارو کارپوه چې نه غواړي په راپور کې یې نوم يې خپور شي وايي، که د کرنې په برخه کې کروندګرو ته په سم ډول روزنه ورکړل شي، په ښه ډول به له خپلو ځمکو حاصلات ترلاسه کړي. هغه وايي، دا مهال په افغانستان کې ۸۰ سلنه کرنه په نامسلکي ډول ترسره کېږي چې ګټه وټه يې هم کمه ده.
نوموړي وويل: «په افغانستان کې که ووايو ټوله کرنه په نامسلکي ډول کېږي، دغه کرنه د دې لامل ګرځي چې موږ د مسلکي کرنې په پرتله لږ حاصلات ترلاسه کړو. په کار خو دا ده چې باید په افغانستان کې د هر ډول ترلاسه شویو حاصلاتو لپاره مارکېټ پیدا او هم یې کروندګرو ته روزنه ورکړل شي. په افغانستان کې کله هم کوم کښت ښه ګټه وکړي بل کال یې مارکېټ له پښو لوېدلی وي.»
د یادونې ده چې سږکال د نورو کلونو په پرتله د پستې حاصلات زيات شوي دي.
له دې مخکې د افغانستان د يو شمېر نورو ولايتونو کې هم خلکو هم له خپل ځمکو څخه د ترلاسه شویو حاصلاتو لپاره د بازار موندني غوښتنې کړې وې.
په هېواد کې وروسته تر هغې کروندګرو د حاصلاتو د مارکېټ له نشتوالي څخه شکايتونه کوي چې په دې وروستيو کې د طالبانو او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ سیاسي ناندرۍ د دې لامل شوي چې بهرنيو هېوادونو ته د افغاني محصولاتو په ځانکړي ډول د وچې میوې د لېږد مخه ونیسي.