موږ تل دا زدهکړي، چې قلم د علم، پوهې، زدهکړې، مینې او ښکلا سمبول دی، علم روښنایي، مینه او ښه ژوند خپروي، کله وخت د حاکم جنګي ماحول له امله یو شمېر خلک وایي، چې د تعلیم یافته انسان وسله قلم دی، خو رښتیا دا ده، چې تعلیم یافته انسانان وسله ته اړتیا نه لري، نن ورځ چې ګورو دا د وسله لرلو ذهنیت خپله د انسانیت او انساني ژوند دښمن دی، څومره به ښه وي، چې کله هم هیڅ ماشوم او هیڅ یو تعلیم یافته انسان ته څوک دا خبره ونهکړي، چې ستا وسله ستا قلم دی! ځکه د وسلې لرلو ذهنیت خپله جنګي او ورانوونکی ذهنیت دی، چې تر ډېره حتی قلم او تعلیم هم د انسانانو د ګډ ژوند او انساني ژوند دښمن ګرځوي او بیا د وسلې په توګه د قلم کارول تر ټولو زیات خطرناک او ستونزې جوړوونکي وي.
له بده مرغه زموږ د وطن زیاتره تعلیم یافته او پوه خلکو لوی ویاړ هم دا ګرځېدلی چې زما قلم زما وسله ده! حال دا چې د علم او زدهکړو په ارزښت پوه انسان کله هم وسلې ته اړتیا نه لري، وسلې د جنګي ذهنونو تخلیق دی، چې تر ډېره یې د نړۍ ګوټ ګوټ کې یې انسانان له ناسمو حالاتو سره مخ کړي او د ژوند رنګیني یې په یوه بڼه ورختمه کړې ده، ځکه خو کله هم دا ذهنیت باید عام نشي چې قلم د وسله په توګه وکارول شي او تر ډېره د انسان وژونکې وسلې په توګه ترې ګټه واخیستل شي، کنه دا ذهنیت او په دې لاره د قلم کارېدل، ټولنه په علمي او فرهنګي لحاظ فلجوي، فرهنګي، ادبي او علمي ښکلا یې له منځه وړي، حتی روښانه لرغونی تمدن یې هم ډېر پیکه او بېخونده کوي، ځکه جنګي ادبیات کله هم بقا نه لري.
له بده مرغه له څه مودې راهیسې د افغانستان د بېلابېلو تعلیم یافته او بلخصوص په تېره څلوېښت کلنه جګړه کې د افغانستان د ملت په وینه روزل شوي او تعلیم یافته شوي ځوان قشر قلم هم په وسله بدل شوی او ورځ تر بلې د خپل هویت، خپل فرهنګ، خپلو ارزښتونو او حتی انساني ارزښتونو له منځه وړلو لپاره يې کاروي. دا تعلیم یافته قشر چې د روښانه راتلونکي او روڼ سباوون اړوند هیلو را غوړېډو لپاره تر ټولو زیات د افغانستان او افغان وطن تمه له دوی څخه کېږي، ټول یې ورځ تر بلې په ټولنیزو رسنیو کې له قلمه د وسلې او وسله په توګه د کار اخیستلو له امله د ناپوهۍ او عقده یي ذهنیت له مخې یې په بنیادي توګه د افغانستان د بډای فرهنګ او ادب د پایو نړولو ته ملاوې تړلي، د افغانستان په وینو روزل شوي، د غریب ملت په زور یې تعلیم کړی او بېرته یې د خپلو پښو وهلو ته کار ویلی، د رحمن بابا، حمید بابا، ستر مولانا او لوی سعدي د ژبو او فرهنګ وارثین د زدهکړو، تعلیم، مینې، ښکلا، پوهې، پرمختګ، سوکالۍ او آرامۍ پر ځای یې د هغوی ژبې او ادبیات ټول د کنځلو، بدماشۍ، ناموسي تېریو، انسان وژلو، د مرګونو فتوا ورکولو، قومي جګړو جوړولو، لنډغري دودولو، تعصب زیاتولو، وحشت خپرولو او انسانیت تر پښو لاندې کولو وسیلې ګرځولي، ورځ تر بلې تر ډېره خپل قلمونه له علمي لحاظه ددې ژبو د لا بډایه کولو پر ځای د بدرنګه، بېخونده او بېکاره کولو په لاره کاروي، ښکاره ده چې ددې ټولو کارېدلو قلمونو په هکله به د راتلونکو نسلونو اړتیاوې څومره پوره وي، دا ژبې او ددې ژبو ښکلا به څومره کمرنګه پاتې وي او بیا د وطن د خلکو او د وطن لوی فرهنګ په وړاندې د دې قلموالو ځواب به څه وي، آیا رښتیا هم په دې نپوهېږو چې د قلم رسالت د حقیقت او انسانیت پلوي ده او که دا چې د وحشت، مضریت او جهالت خپرول؟
د افغانستان ګڼ شمېر اوسنیو نامتو او د قدر وړ لیکلوالانو، ادیبانو، ژورنالیستانو او د قلم خاوندانو په لیکنو او ټولنیزو رسنیو کې د هغوی د قلمي فعالیتونو په لیدو سره انسان په دې شکرګزاره شي، چې ښه ده رښتیا هم د ټوپک او انسان وژونکو وسلو په څېر د قلم او د لیکنو یا هم ټولنیزو رسنیو له لارې مرمۍ او انسان وژونکې عملیې ترسره کېدلای نشي، کنه د افغانستان خلک به یوازې د همدې قلموالو په وسیله قتل عام شوي وای، ځکه تر ډېره د دې لیکوالانو، ادیبانو او ژورنالیستانو اوسني بحثونه او قلمي سنګرونه د افغانستان د اویایمو کلونو ترخو جګړو د میدانونو په څېر دي، چې له کوم جرم او ګناه پرته د خلکو د مرګونو فتواوې پکې صادرېږي او که یې رښتیا هم د قلمي وسلو له لارې د یو بل ختمولو ته لاس رسېدلای؛ نو د زرهاوو انسانانو د قتلونو شاهدان به وای، ځکه کله چې د افغانستان د ټولو قومونو د اوسني تعلیم یافته او قلم لرونکي ځوانان یې د اویایمو کلنو اړوند کورنیو او تنظیمي جګړو له بېسواده او غولېدلو جنګیالو سره پرتله کړو، نو هرومرو دې پایلې ته رسېږو، چې ددې اوسنیو یو شمېر تعلیم یافته او قلم لرونکي نسل د زهرجن قلم د اړوند وژونکي زهر د هغو مخکنیو جنګیالیو د مرمۍ له زهرو څخه زیات وژونکي او دردوونکي دي، ځکه دا زهرجن قلمونه مو د ټولنې علمي ریښې او ټول ارزښتونه رانړوي.
د دې قلمونو او قلموالو اړوند زهرياتو لا ډېر خپرېدا څخه د مخنیوي لپاره لازمه ده؛ ترڅو پاتې نور قلموال خپل او د خپل قلم مسئولیت په سمه توګه ادا کړي او د دې قلمونو اړوند پاشل شویو زهریاتو مخه ونیسي، ځکه که د دې زهري قلمونو مخنیوی ونشي دا لیکل به د ګڼ شمېر انسانانو د مړینې سبب شي او د نړۍ ډېرو جګړو اړوند تاریخي ریښو په څېر به دا زهرجن ادبیات هم د خونړیو جګړو او انسان وژنو د لا زیاتېدو او پیاوړي کېدو لامل شي.