زړه دروازه او کړکۍ لرونکی د خټو کور چې ته به وایي په یوه تېز باران سره به ړنګ شي، له لیرې ښکاري. دا د خټو کور د یوه سړي د ستونزمن ژوند ښودنه کوي چې له خپل ژونده شکایت لري. د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار اوسېدونکی، حیات الله له ډېرې مودې راهیسې په دغه کور کې له کړاوه ډک ژوند لري.
هغه وایي: «بې وزلۍ هر څه رانه اخیستي او نن له زرګونه ستونزو سره په دې کور کې ژوند کوم.» حیات الله چې له بې وزلۍ شکایت لري، په خواشینۍ سره وایي چې هېڅکله یې په خپله خوښه ژوند نه دی کړي او تل د ژوند له ستونزو سره لاس و ګرېوان دی.
حیات الله چې اوس یې عمر زیات شوی، جوتوي چې مېرمن یې په یوه بې کړکیو او دروازو کور کې شپې او ورځې تېروي. هغه خپله لومړۍ ښځه د زېږون پر مهال له لاسه ورکړې ده. حیات الله چې سختو شپو او ورځو د زوی نشتوالي زوړ کړی او عمر یې ۵۰ کلونو ته رسېدلی، وایي چې اوس هم دویمې مېرمنې او اولادونو ته د نفقې پیدا کولو لپاره کار ته اړ دی. هغه له سهاره تر ماښامه په ښار کې د په بوټونو پر ګڼډولو بوخت وي. حیات الله له لس کلنۍ دا کار پیل کړی او هره ورځ د ښه ژوند په هیله، هڅه او کار کوي.
په هېواد کې وروستیو سیاسي بدلونونو د حیات الله پر کاروبار چې د ژوند څلور لسیزې یې په بوټ ګڼډلو تېرې کړې، هم ناوړه اغېزه کړې ده.
دی وایي چې په مخکیني حکومت کې یې د ورځې پینځه سوه افغانۍ عاید درلود، خو له دریېو میاشتو راهیسې یې عاید سل افغانۍ ته راکم شوی. د حیات الله اوسنی عاید د ده د کورنۍ او مېرمنې لپاره بسنه نه کوي. حیات الله هوډ لري چې خپل خټین کور ورغوي تر څو د را روان ژمي له سړې هوا خوندي وي، خو د دې کار وس نلري او اړ دی چې را په روان ژمي کې په همدې کور کې چې سم دیوالونه هم نلري، تېر کړي.
حیات الله د بې وزلۍ او بې وسۍ ترڅنګ له شکرې ناروغۍ هم کړېږي. هغه ډاکتر او روغتون ته خپله تګ یوه هیله ګڼي. دی وایي چې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او نه پوهېږي چې څه وکړي. د حیات الله یوازینۍ هیله دا ده د داسې یوه کور خاوند شي چې د ده او مېرمنې بې وسه ځان د ژمي په موسم کې پکې خوندي وي او د دې ترڅنګ په درملنې بریالي شي. حیات الله له خیریه بنسټونو غواړي چې د ده د درملنې په برخه کې له ورسره مرسته وکړي.
په هېواد کې د طالبانو په واکمنېدو سره، د حیات الله په شان د زرګونو نورو وګړو ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی. بېلابېلو نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې له بې وزلۍ او لوږې د پراختیا په اړه خبرداری ورکړی دی. په دې لړ کې طالبان وایي چې هڅه کوي ترڅو د افغانانو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره لویې پرمختیایي پروژې پیل کړي؛ هغه ژمنه چې تراوسه نه ده عملي شوې.