پر هېواد د طالبانو په واکمنېدو سره، زیات شمېر ځوانان وزګار شوي، سختو او د تخصص پرخلاف کارونو ته یې مخه کړې ده. دغه ځوانان وايي چې وزګارۍ، بې وزلۍ او لوږې دې ته اړ کړي چې له ښارونو لیرې پرتو کلیو ته د سرو زرو په کانونو کې د کار لپاره ولاړ شي.
د فیض آباد ښار اوسېدونکی او د یوه دولتي بنسټ کارکوونکی احمد الله وايي چې د نظام په بدلېدو، هغه وګړي چې زده کړې یې کړې او علمي ظرفیت یې درلود وزګار شوي، یو شمېر یې مالي وس یې درلود له هېواده وتلي او هغه چې له مالي ستونزې لري په هېواد کې پاتې دي او د ستونزو له امله دې یې سختو کارونو لکه کان کیندنې ته مخه کړې ده. نوموړي وویل: «د بدخشان په بېلابېلو ولسوالیو په تېره بیا راغستان کې په اوسني وخت کې هغه ځوانان چې زده کړې یې کړې او آن هغه چې علمي او په دولتي ادارو کې د کار تجربه لري اوس کان کیندنه کوي.»
له بلې خوا، د کرنې له پوهنځي فارغ ضیاالدین وايي چې د نظام بدلون د دې لامل شو، هغه له کاروباره بې برخې شي او مجبور شوی غرونو او رغونو ته پناه یوسي او د یفتل پایان ولسوالۍ د سپين کلي د سرو زرو په کان کې کار پيل کړي. هغه زیاتوي: «موږ اوه ملګري یوو، ټول د لیسانس سندونه لرو. زه د بدخشان د کرنې له پوهنځي فارغ یم او دوستان مې هر یو له اقتصاد، ټولنیزو علونو، ادبیاتو او نورو برخو فارغ شوي دي. موږ ټولو لس زره افغانۍ راټولې کړې چې اویا زره شوې، وسایل او لومړني توکي مو وپېرل او د کان د تونل ترڅنګ مو خېمه درولې ده.»
ضیاالدین له خپلو دوستانو سره له څوارلسو ورځو راهیسې کار پیل کړی دی. دوی تراوسه کابو شل متره ځمکه کیندلې ده. ضیاالدین جوتوي: «تراوسه مو څه نه دي ترلاسه کړي، د پيکور په نوم یو ماشین لرو چې په جنراتور سره کار کوي. ځمکه له اویا تر سلو مترو کیندو ترڅو موخې ته ورسېږو، که مو څه پيدا کړل، ښه ترښه؛ که پيدا نه شول، لا بې وزله کېږو، توکل په خدای، کان کې کار سخت او دروند دی.»
له فارسي ادبیاتو فارغ او د فیض آباد ښار اوسېدونکی نیازمحمد د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ د «کاکان» کلي د سرو زرو په کان کې کار کوي. هغه وایي: «پلار مې ښوونکی و او هر یوه دنده لرله او ژوند مو پرمخ بیوه؛ خو د نظام بدلون ددې لامل شو چې هماغه لږ عواید هم له لاسه ورکړو. دې ته اړ شوو چې دغه لیرې کلي ته د کار لپاره راشو ترڅو کور ته د څو ډوډیو پيسې یوسو.»
د نیاز محمد په وینا، په کان کې کار ډېر سخت دی، خو دوی د یوې نمړۍ ډوډۍ د پيدا کولو لپاره مجبور دي چې کار ته دوام ورکړي، هغه ورځې چې نیازمحمد په دغه کان کې سره زر پيدا کوي، عواید یې تر اوه سوه افغانیو رسېږي، کومې ورځې چې سره زر نه موندل کېږي، د کان مسوول ورته یوازې درې سوه افغانۍ ورکوي، د فیض آباد دغه اوسېدونکی د طالبانو له چارسمبالي حکومته غواړي هغو ځوانانو ته چې زده کړې یې کړې د کار زمینه برابره کړي ترڅو له بې وزلۍ او بې برخلیک وضعیت وژغورل شي.
عبدالقهار په یفتل پایان کې د یوه کان مسوول دی. هغه وایي چې د مخکیني نظام له سقوط وروسته، خلک له ډېر ناوړه وضعیت سره مخ دي. هغه زیاتوي: «خلک نه پوهېږي څه وکړي او چېرته ولاړ شي، ډول ډول کسان، د ملکي او پوځي ادارو کارکوونکي او آن متخصصین د کار لپاره دغو کانونو ته راځي. ځینې یې د لږو پیسو پانګونه کوي چې د تونل په کیندلو سره کله کله د سرو زرو رګونه پيدا کوي او ځینې وختونه له څه مودې کار وروسته بیا هم هېڅ نشي موندلی او په ناهیلۍ سره تش لاس ستنېږي، باید په یوه کان کې لږ ترلږه شپږ میاشتې تر یوه کال پورې کار وکړي ترڅو کاني توکو ته ورسېږي.»
عبدالقهار تازه ورغلو او بې تجربې کسانو ته د ورځې درې تر ۴۰۰ افغانۍ ورکوي. هغه وایي چې په ژمي کې د کان کار سخت دی.
بدخشان د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې زیات کانونه لري. د کانونو او پټرولیم وزارت د مالوماتو له مخې، په بدخشان کې درې ډوله، لوی، منځني او کوچني کانونه موجود دي. د ترسره شویو سروې ګانو له مخې، په دې ولایت کې تر ټولو مشهور کانونه د لاجوردو، سرو زرو، لعلو، الماسو، وسپنې او مسو دي.