د اروپايي شورا ریس چارلز مېشل ویلي چې د دوه دولتي حللارې او فلسطیني دولت د رسیمت پېژندلو پلوی دی.
مېشل دوشنبه د مې پر ۲۷مه له یورو نیوز سره په مرکه کې ویلي چې په دې برخه کې د اروپايي ټولنې غړو او درېیمو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ اړتیا شته.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا نور هېوادونه دې هم په منځني ختیځ کې دا هېواد په رسمیت وپېژني، ویلي: «په دې برخه کې دې د پرمختګ لپاره له دغه اقدام څخه ګټه واخیستل شي.»
هغه زیاته کړې: «زه د دوه دولتي حللارې او فلسطیني دولت د رسمېت پېژندلو پلوی یم، داسې هېواد دې جوړ شي چې پاېښت ولري، له همدې امله ګومان کوم چې د اروپايي هېوادونو غړو او درېیمو هېوادونو ترمنځ همغږی ګام غوره لار ده.»
مېشل زیاته کړې چې د داسې همغږې چارې ترلاسی به ډېر وخت ونیسي.
د یادونې ده چې د اسراییل له مخالفت سره سره، نن اسپانیا، ایرلنډ او ناروې، فلسطین د یو رسمي دولت په توګه په رسمیت وپېژانده.
دغو هېوادونو هیله ښودلې چې د دوی پرېکړه به د اروپايي ټولنې نورو هېوادونو ته هم الهام وبښي.
د ایرلنډ لومړي وزیر سایمن هریس په یوې ویناپاڼه کې ویلي: «موږ غوښتل فلسطین د سولې بهیر په پای کې په رسیمت وپېژنو، خو دا ګام مو د اسپانیا او ناروې ترڅنګ واخیست څو د سولې معجزه ژوندۍ وساتو.»
بل پلو، د اسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز ویلي: «مادرید، فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت پېژني.»
اخوا، ناروې هم ویلي چې هېواد یې له کلونو راهیسې د فلسطیني دولت جوړېدو غوښتونکي و؛ خو اوس فلسطین د یو دولت په توګه په رسمیت پېژني.