۸صبح، کابل: د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو ګډون د «مانالرونکو» خبرواترو لپاره یوه «اړینه موقع» بللې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه د چنګاښ پر ۱۱مه په یوې خپره کړې بیانیه کې ویلي چې الخلیفي د افغانستان په هکله د دوحې ناستې په پرانېستونکې جلسه کې ګډون کړی او د قطر کوربهتوب یې له افغانانو څخه د ملاتړ په نیت د دغه هېواد ټینګه اراده بللې ده.
د بیانیې له مخې، الخلیفي همداراز ټینګار کړی چې دا ډول ناستې له طالبانو سره نېغ په نېغه همکارۍ ته زمینه برابروي.
نوموړي د دوحې په درېیمه ناسته کې د دغې ډلې ګډون «یوه اړینه موقع» بللې ده.
ټاکل شوې په دې ناسته کې د طالبانو پلاوي مشر ذبیحالله مجاهد د بانکي محدودیتونو او په افغانستان کې له نشهیي توکو سره د مبارزې د پرمختګ په هکله خبرېاترې وکړي.
د دوحې ناسته نن په یو ازاد بحث سره پای ته رسېږي.
د يادونې ده چې قطر د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې د تېرو دوو ناستو کوربهتوب کړی و.