۸صبح، کابل: په کابل کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي ادعا کړې چې که څه هم افغانستان له غزې ډېر لرې پروت دی؛ خو که اړتیا وي او او زمینه برابره شي، له دغه هېواده به له «زرو زیات استشهادیان» د غزې خلکو ملاتړ ته ورشي.
قمي دغه څرګندونې په یوې ژوندۍ ټلویزیوني خپرونه کې چې د سېشنبې ورځ، سلواغې پر ۱۷مه د یوې ایراني رسنۍ له لارې خپره شوه، مطرح کړي دي.
هغه زیاته کړې: «هغه څه چې موږ وینو، افغانستان د مقاومت د محور یوه برخه ده.»
ایران تر خپل ملاتړ لاندې ملېشه ډلې چې په سیمه کې د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې بریدونه کوي د «مقاومت محور» ګڼي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران حکومت له تېرو دوو کلونو زیاتې مودې راهیسې، طالبانو سره بېلابېلې اړیکې لري.
که څه هم ایران د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو په تهران کې یې د افغانستان سفارت د طالبانو استازو ته سپارلی او د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې یې خپل سفارتونه او استازولۍ فعالې ساتلې دي.
بل لور ته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي چې القاعده شبکې په افغانستان کې اته نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي او د راپورونو پر بنسټ په ایران کې د القاعدې مشر سیفالعدل او په افغانستان کې د دغې شبکې کلیدي غړی عبدالرحمن الغامدي ترمنځ اړیکه او راشهدرشه فعاله ده.