۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر حسن کاظمي قمي ویلي، ایران د سیمهییز ځواک په توګه چې په وینا یې، د افغانستان له کړکېچونو یې ډېر زیان ګاللی، له دغه هېواد سره رغنده چلن لري.
قمي سهشنبه د چنګاښ پر ۱۲مه د افغانستان لپاره له ځانګړو استازو سره د کتنې خبر ورکړی او ویلي دي چې تهران د افغانستان په تړاو رغنده چلن لري.
قمي زیاته کړې چې د دوحې درېیمې ناستې په څنډه کې یې د سعودي عربستان، ناروې، هالند، سویس، متحده عربي اماراتو، جرمني، ترکمنستان استازو او اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي او دغه راز له طالب پلاوي سره خبرې اترې کړې دي.
په ایران کې مېشت افغان کډوال او د دغه هېواد حقابه هغه مسایل دي چې تهران په وار وار ترې اندېښنه ښودلې؛ خو دغه هېواد له طالبانو سره اړیکې ساتلې دي.
حسن کاظمي قمي د دوحې له درېیمې ناستې وړاندې ویلي و چې هیله لري دغه ناسته په افغانستان کې ټولګډونې حکومت جوړولو ته لار هواره کړي.