د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده ته منسوبه اختریزه وینا کې د ځانمرګو بریدونو په ترسراوي او دوام ټینګار شوی دی. نوموړي د دغې ډلې غړو ته امر کړی چې د تېر په څېر ځانمرګو بریدونو او قربانیو ته تیار اوسي. هبتالله اخوندزاده یو ځل بیا په عام محضر کې د سنګسارولو، لاسونو پرې کولو او دُرو وهلو پر سزاوو ټينګار کړی او ویلي دي چې له «شریعت» به یو قدم هم تېر نه شي. د طالبانو مشر د امریکا د تېر وخت «B52» بمباریو ته په اشارې ویلي چې مخالفینو یې د دوښمنۍ بڼه بدله کړې او په خبره یې، اوس یې د «پروپاګند او افتراق» لار نیولې ده. د مولوي هبتالله اخوندزاده دا څرګندونې د بشري حقونو بنسټونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې دي. د بشري حقونو څار سازمان ویلي چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو له سپکاوي ډکه پالیسي دوام لري. د بشري حقونو فعالانو هم ویلي چې د تورنو لاس پرې کولو، دُرو وهلو او سنګسارولو سزاوې د طالبانو د پالیسۍ په لومړیتوب کې دي او په خبره یې، دا ډول کړنې باید د بشريت پر وړاندې د جنایت په نوم په رسمیت وپېژندل شي؛ څو په خبره یې، تر نړیوالې جنايي محکمې ورسېږي.
د اختر په مناسبت د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده ته منسوبه اختریزه وینا د بشري حقونو بنسټونو او فعالانو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. نوموړي د طالبانو غړو ته په اشارې ویلي چې له لویدیځ سره یې دوښمني پای ته رسېدلې نه ده.
هبتالله اخوندزاده په دې وینا کې د طالبانو غړو ته ویلي چې د تېر په څېر ځانمرګي وکړي او په خبره یې، په دې برخه کې شاتګ ونه کړي. نوموړي ته د منسوبې وینا په یوې برخې کې راغلي: «څنګه مو چې پخوا په سختۍ کې ځانونه فدا کول او د بري لپاره مو استشهادي[ځانمرګي] کول، نن چې په راحتۍ کې یاست، هماغسې قرباني ورکړئ او شاتګ ونه کړئ.»
د طالبانو غایب مشر په عام محضر کې د اعدام، دُرو وهلو او بدني سزاوو له ترسراوي دفاع کړې او هغه یې له اسلامي اصولو سره سمې بللې دي. نوموړي ټينګار کړی چې هيڅکله به په عام محضر کې د تورنو له سنګسارولو، لاس پرې کولو او دُرو وهلو لاس په سر نه شي او په خبره یې، تر مرګ پورې به یې پلي کړي.
هبتالله اخوندزاده د امریکا له نوم اخیستو پرته، خو په تېر کې د «B52» او بېپيلوټه الوتکو هوايي بمباریو ته په اشارې ویلي چې اوسمهال د دوښمنۍ بڼه بدله شوې ده. د نوموړي په خبره، اوسمهال یې مخالفانو د پروپاګند او افتراق له لارې د دوښمنۍ لار خپله کړې ده.
بل پلوه، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف چې په تیرو وختونو کې یې په ځلونو د طالبانو ځانمرګي بریدونه غندلي او مخکیني حکومت کې یې پرلپسې له عدلي او قضايي بنسټونو غوښتي و، څو هغه ځانمرګي بریدګر چې ژوندي نيول کېږي، تر ممکنه حده سخته سزا ورکړي. دغه پخواني جهادي څېرې هبتالله اخوندزاده ته منسوبې وینا ته غبرګون ښودلی او زیاته کړې ده چې دا ډله د شریعت له نومه ناروا ګټه اخلي. نوموړي ویلي: «د شریعت له نومه په ناوړې کارونې، هغه کړنې کوئ چې په اسلام کې جواز نه لري، لکه ځانمرګي، اسلام مو بدنامه کړی دی، تاسې دې خدا ورک کړي.»
ورته مهال، د بشري حقونو څار بنسټ بیا د طالبانو د مشر څرګندونې د نجونو او ښځو پر وړاندې د دغې ډلې له سپکاوي ډکه پالیسي بللې ده. د دغه بنسټ په خبره، نړیوالې ټولنې پر طالبانو په څه کم درېیو کلونو کې اړین فشار نه دی راوړی او په خبره یې، دا ډله د ښځو په نښه کولو کې زړوره شوې ده. د بشري حقونو څار بنسټ ویلي: «طالبان د افغان ښځو د بدن له لارې خپل ناوړه اخلاقي او ټولنیز نورمونه پلي کوي. له ځواب ورکولو پرته دوه نیم کاله د ناوړې ګټې اخیستنې له کبله طالبان د ښځو په نښه کولو کې زړور کړي دي.»
ورته مهال، یو شمېر ښځو د طالبانو له خوا د پلي شوي جنسیتي اپارتاید د رسمي کولو لپاره کمپاین پیل کړی او زیاته کړې ده چې دغې ډلې له بشري حقونو څخه د ښکاره سرغړونې ترڅنګ جنسیتي اپارتاید هم پلی کړی دی. هغوی دغې ډلې ته تر هر نوم لاندې د فرصتونو ورکول له ترهګرۍ سره ښکاره ملګرتیا بللې ده.
سیاسي فعاله او په تېر حکومت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې مرستیالې ډاکترې عالمې په اېکسپاڼه کې د طالب مشر څرګندونو په غبرګون کې لیکلي: «قصاص، په دُرو وهل او د بدن غړي پرې کول د طالبانو د اجنډا په سر کې ځای لري. ایا دا حقایق بسنه کوي چې د طالبانو کړنې د بشریت ضد جنایت په توګه وپېژندل شي، ترڅو دا ډله ژر تر ژره نړیوالې محکمې ته کش کړای شي؟»
یو شمېر فعالان وايي چې د افغانانو د بشري حقونو او انساني کرامت د تحقق لپاره یوازینۍ لار د طالبانو پر وړاندې «مقاومت» دی. د دوی په خبره، له دغه اصل څخه ډډه، د وخت او چانس ضایع کول دي.
کارپوه او د ډیموکراسۍ فعال تابش فروغ په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي: «سیاسي پاېله چې ډیری به پرې له ناچارې پرته وروسته یا ژر وپوهېږي، مقاومت دی. له دې پرته بل بدیل چې وکړای شي د افغان انسان حقوق او کرامت پر ځای کړی او د یوې نوې سیاسي کړکۍ پرانیستنې امکان، نه شته. له دغه اصل څخه ډډه کول بیا د وخت او چانس ضایع کول دي.»
دا اندېښنۍ داسې مهال راځي چې د طالب چارواکو اختریزو پیغامونو کې خپلمنځي تضاد لیدل کېده. طالبانو په تېرو اوونیو کې د هبتالله اخوندزاده په نوم دوه اختریز پيغامونه خپاره کړي چې په دواړو کې په پام عام محضر کې پر بدني سزاوو ټينګار شوی دی. د طالبانو د مشر لومړی پیغام چې یوه لیکلې وینا وه، د تېرې اوونۍ پر شنبې په فارسي، عربي، انګلیسي، ترکمني او ازبکي ژبو خپره شوه. د هبتالله نوې وینا بیا غږیزه وه چې د اختر له لمانځه وروسته خپره شوې ده. نوموړي په دې غږیزه وینا کې د طالبانو له غړو غوښتي چې د پخوا پرتله خپلو ځانمرګو بریدونو ته دوام ورکړي.
ورته مهال، فاکسنیوز د کارپوهانو په حواله لیکلي چې د دوو بانفوذه طالب چارواکو اختریز پیغامونه د دې ډلې ترمنځ د ترینګلتیا ښکارندوي کوي. د دغې رسنۍ په خبره، د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د دغې ډلې د مشر د سخت دریځ په مقابل کې د نړۍ د لا زیات ملاتړ د ترلاسه کولو په لټه دی. د فاکسنیوز په راپور کې راغلي چې هبتالله په خپل اختریز پیغام کې د سختو مقرراتو پر پلي کولو ټينګار کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو په حواله، سراجالدین حقاني په تېرو څه باندې ۲۰ کلونو کې د ځانمرګو بریدونو د ترسراوي مشري کوله چې له کبله یې په هېواد کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه طالب چارواکي په کندهار کې د یوې وینا په ترڅ کې ویلي چې په تېرې یوې نیمې لسیزې کې د حقاني شبکې یو زر او ۵۰ کسانو ځانمرګي بریدونه کړي دي. د حقاني په دې وینا کې راغلي چې یو زر او ۵۰۰ نور بیا ځانمرګو بریدونو ته تیار دي.
له دې وړاندې د بشري حقونو بنسټونو په وار وار د طالبانو له خوا د ښځو حقونو له سمبالونکي سرغړاوي اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې یې د نړیوالې ټولنې د همغږو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په پنځهپنځوسمه غونډه کې ویلي و چې د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې دوه ګونی چلن دې د لاهې محکمې سربېره په نورو هغو محکمو کې هم وڅارل شي چې په خبره یې، له بشري حقونو د سرغړاوي قضیې څېړي. نوموړي ویلي: «د ښځو پر وړاندې د هر ډول دوه ګوني چلن د له منځه وړلو کنوانسیون غړي هېوادونه واک لري چې د دغه کنوانسیون د نه په پام کې نیولو له کبله د طالبانو پر وړاندې د لاهې په محکمه کې قضیه پرانېزي. زه غړي هېوادونه هڅوم، څو د بشري حقونو د سرغړونو ننګولو لپاره دې قانوني لارې ته پام وکړي.»