۸صبح، غور: په غور کې له وروستیو ویجاړونکو سېلابونو وروسته د فیروزکوه ښار هټۍ والو له طالبانو د اوږدمهاله پور غوښتنه کړې ده.
د غور مرکز فیروزکوه ښار دوکاندارانو چهارشنبه د غبرګولي پر ۲مه په خپله غوښتنپاڼه کې لیکلي چې په دغه ښار کې وروستیو سېلابونو شاوخوا زر هټۍ له منځه وړې دي.
د هغوی په وینا، په دې دوکانونو کې له یو میلیون او ۵۰۰ زرو تر څلور میلیونه افغانیو په ارزښت توکي و، چې له منځه تللي.
دغو هټۍ والو په خپله عرض پاڼه کې له طالبانو د اوږدمهاله پور غوښتنه کړې چې په خبره یې، په دې سره به وکړای شي خپلې کورنۍ له بېوزلۍ او تنګسیا وژغوري.
بل پلوه، په کابل کې مېشت د غور ځينو اوسېدونکو په یوې خبري غونډه کې له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې او ټينګار یې کړی چې که لاسنیوی یې ونه شي، ښايي د قربانیانو شمېر ډېر شي.
د یادونې ده چې په غور کې وروستیو ځپوونکو سېلابونو نږدې درې زره هټۍ او شاوخوا ۱۰ زره کورونه زیانمن کړي دي.
د نږدې یوې اوونۍ له تېرېدو وروسته لاهم د غور ځينو سېلاب ځپلو سیمو ته د مرستو وېش پېل شوی نه دی.