۸صبح، کابل: د افغان ښځو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د دوحې درېیمې ناستې په څنډه کې د قطر د نړیوالو همکاریو د دولت وزیرې لولوه الخاطر سره د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ په هکله خبرېاترې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه د چنګاښ پر ۱۱مه په یوې خپره کړه بیانیه کې ویلي چې دواړو لورو د افغان ښځو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې رینا امیري د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون کړی دی.
دا خبرېاترې په داسې حال کې کېږي چې افغان ښځې د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې ناستې له اجنډا څخه اېستل شوې دي.
اميري تر دې مخکې ويلي و چې د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان د مدني ټولنې او د ښځو د بشري حقونو د وضعيت په هکله د خبرواترو په شرط، د دوحې په ناسته کې ګډون کوي.
د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې یو شمېر اعتراضکوونکو ښځو د دوحې درېیمې ناسته باطل بللې او تحریم کړې یې ده.