۸صبح کابل: په دوحه کې د طالبانو، پاکستان، ازبکستان او قطر د استازو تر منځ څلور اړخیزه غونډه شوې او د« افغان ټرانس» پروژې د پيلېدو په تړاو یې خبرې کړې دي.
د طالبانو ویاند او د دوحې په درېیمه غونډه کې د دې ډلې د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد سه شنبه د چنګاښ پر۱۲مه، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا غونډه د «افغان ټرانس» پروژې د پیلېدو په تړاو د بحث لپاره جوړه شوې وه چې موخه له ازبکستانه پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ غځول دي.
د مجاهد په وينا، د افغان ټرانس پروژه د افغانستان له لارې پاکستان او ازبکستان سره نښلوي او د دغو هېوادونو استازو د دې پروژې پر ژر پيلېدو ټينګار کړى دى.
دا څلور اړخیزه ناسته د دوحې د درېیمې غونډې له پای ته رسېدو وروسته شوې ده.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی اصف درانی وایي، چې د طالبانو پلاوي ته يې په دوحه کې د اسلام اباد سفارت ته بلنه ورکړې او پر دوه اړخيزو اړيکو يې رغنده خبرې کړې دي.
د دوحې دوه ورځنۍ غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې او د دوحې د غونډې د کوربنې روزمري ډیکارلو لخوا د یوې اعلامیې په خپرولو او د افغان ښځو د حقونو پر خوندیتوب په ټینګار سره پای ته ورسېده.