۸صبح، پنجشیر: د پنجشیر، کندهار او هلمند د ځينو سیمو اوسېدونکو د طالبانو د امر خلاف لوی اختر نمانځلی دی.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې د پنجشیر عنابې ولسوالۍ د سنګین کلي اوسېدونکو یکشنبه د غبرګولي پر ۲۷مه د لوی اختر لمونځ ادا کړی دی.
د سرچینو په وینا، د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکو څاروي هم قرباني کړي.
سرچینې زیاتوي چې دمګړۍ د طالبانو استخباراتي غړي د اختر نمانځنې د ارزولو لپاره یاد کلي ته تللي.
ورته مهال، د کندهار او هلمند ځینې اوسېدونکي هم وايي چې هغوی په خپلو کورونو کې د اختر لمونځ ادا کړی دی.
د کندهار یو اوسېدونکي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې هغه او کورنۍ یې نن لوی اختر نمانځلی دی.
د نوموړي په وینا، که څه هم طالبانو نن د اختر لمونځ منع کړی و؛ خو هغوی د دغه امر خلاف اختر نمانځلی دی.
بل پلو، د هلمند یو اوسېدونکی هم وايي چې د دغه ولایت د ډېرو سیمو اوسېدونکو اختر نمانځلی دی.
د یادونې ده چې طالبانو د سعودي او ځینو نورو اسلامي هېوادونو خلاف دوشنبه د اختر ورځ اعلان کړې ده.
د طالبانو ویاند ویلي چې د «شرعي حکم» له مخې یکشنبه عرفه او دوشنبه د لوی اختر لومړی ورځ ده.