د «دیموکراتیک افغانستان» لپاره د ویانا څلورمې ناستې لومړۍ ورځ پرون د ۴۰ سیاسي، پوځي او مدني بنسټونو او ډلو، خپلواکو کلتوري او سیاسي څېرو او د رسنیو د استازو په حضور کې پېل شوه. له اورپکې سره مبارزه او په افغانستان کې د امنیت ټينګښت، سیاسي لیدلوری، نړیوالې اړیکې او سیمهییزې پاېلې، بشري حقونه او د افغانستان راتلونکې لپاره اقتصادي لارنقشه بیا د دې ناستې د بحث مهم ټکي ښودل شوي دي. له نړۍ سره د تعامل په موخه د اجرايي میکانیزم او له اوسني حالت څخه دیموکراتیک نظم ته د تللو لپاره د بدیل چوکاټ رامنځته کول، پر خبرو اترو، یو بل منلو او د یو متحد سیاسي خوځښت پر رامنځته کولو ټينګار او د دوحې په درېیمه غونډه کې د ښځو او مدني بنسټونو د ایستلو پر وړاندې یو موټی دریځ نیونه بیا د دې ناستې د ویناوالو د وینا لنډیز وو. په مخکېني حکومت کې د ملي امنیت سلاکار د یو موټي سیاسي خوځښت په رامنځته کولو ټينګار کړی او زیاته کړې ده چې د داسې خوځښت د نه شتون لامله، نړیواله ټولنه طالبان بېبدیله ځواک ګڼي.
د ویانا څلورمه غونډه د اتریش د نړیوالو چارو انسټيټوټ له خوا د چنګاښ پر ۴مه د درېیو ورځو لپاره د ځينو طالب مخالفو سیاسي څېرو په حضور کې جوړه شوه. په دې ناسته کې د ملي مقاومت جبهې په نامه د ټلوالې مشر احمد مسعود، په مخکېني حکومت کې د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا، د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق، ځينو سیاسي خپلواکو څېرو، رسنوالو او د ښځو په ګډون د مدني ټولنې ځينې غړي برخه لري.
د ویانا له ناستې سرچینو ویلي چې له نړۍ سره د اړیکو لپاره د یو اجرايي میکانیزم رامنځته کول او له اوسني وضعیته دیموکراتیک وضعیت ته د افغانستان د لېږد لپاره د بدیل چوکاټ برابرول، د دې غونډې مهمې موخې دي. د دغې ناستې ګډونوالو خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره د تعامل عادي کول «ستراتیژیکه تېروتنه» ده او په خبره یې، نړۍ دې د افغانانو مشروع او دیموکراتیکو غوښتنو ته پام وکړي.
په مخکېني حکومت کې د ملي امنیت سلاکار او د بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا د طالب ضد خوځښتونو پر یوموټي کېدو د ټينګار ترڅنګ ویلي چې نړیواله ټولنه د یو واحد سیاسي خوځښت په نشتون کې طالبان بېبدیله ځواک ګڼي. نوموړي زیاته کړې، که په هېواد کې د اوسنۍ ستونزې د حل لپاره ټولې لارې بندې شي په وینا یې، له وسلهوالې مبارزې پرته به بله لار پاتې نه شي.
ښاغلي سپنتا ویلي: «د دې لپاره چې وکړای شو د افغانانو لویې غوښتې په یوه پراخ او عدالت غوښتونکي پروګرام کې راونغاړو، په هر نوم د مبارزې لپاره د یو واحد صف رامنځته کول اړین تر سترګو کېږي.» نوموړي ټينګار کړی چې د اوسني حالت د بدلون لپاره، اړتیا ده چې له خپلو تېرو تاریخي تجریو او تېروتنو زدهکړه وکړو.
په مخکېني حکومت کې د ملي امنیت سلاکار زیاته کړې: «د طالبانو له واکمنۍ سره د ملګرو ملتونو چلن او دوحې ناستې ته یې یوه اړخیزه بلنه، خطرناکه او له تېروتنې ډکه ده.» نوموړي ټينګار کړی چې په دې ناسته کې دې د ملګرو ملتونو د چلند پر وړاندې مناسب غبرګون وښودل شي. هغه د طالبانو واکمني «تمدن ضد، د ښځو او بشري حقونو دوښمنه» بللې او زیاته کړې ده چې که د دغې ډلې د مخالفانو ترمنځ یووالی رانه شي، په خبره یې، هغوی به د بدیل په نشتون کې پر افغانستان خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا د مشرتابه غړي محمد محقق، د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د «جګړې او سولې سړی» بللی دی. نوموړي ویلي، سره له دې چې په تېر کې حقاني د چاودنو مسوول و؛ خو په وینا یې، «بینالافغاني مذاکراتو» ته تمایل لري.
محقق زیاته کړې: «که یوه ورځ د دوی [طالبانو] عقل سر ته راشي، تاسو ته ډاډ درکوم چې بیا … ټول ناچاره کېږي چې ډګر ته لاړ شي، کله چې دوی [د طالبانو ضد خوځښتونه] صحنې ته لاړ شي، چاپېریال ورته [طالبانو] تنګېږي.»
د نړیوالو حقوقو کارپوه ملک ستیز د محقق دغو څرګندونو ته په غبرګون کې پر خواله شبکې اېکس کې لیکلي: «برواکي او انحصاري سیاستوال توجیه کوي. دا هماغه ادبیات دي چې روزا اوتنبایوا [د یوناما مشره] یې کاروي او دا د دوحې په ناسته کې نویو تعاملاتو ته لار هواروي.»
بل پلو، د ملي مقاومت جبهې په نامه د ټلوالې مشر احمد مسعود د ویانا څلورمې ناستې په لومړۍ ورځ د ټاکنو پر ترسراوي ټينګار کړی او لومړیتوب یې د خلکو ټاکنه بللې ده. نوموړي ویلي: «که خلک طالب هم وټاکي، موږ د خلکو ارادې ته تسلیم یو؛ خو د خلکو ټاکنه څرګنده ده. موږ که هر ډول لیدلوری لرو د خلکو پر ځای دې پرېکړې نه کوو.»
مسعود زیاته کړې: «له بده مرغه له توکم، ژبې، کلتور او شالید پرته له ټولو افغانانو ازادي تروړل شوې ده.» د نوموړي په خبره، طالبان په افغانستان کې د هېڅ قوم او ژبې استازیتوب نه کوي او په خبره یې دا «یوه استخباراتي، بهرنۍ او له افغانانو پرته مفکوره ده او یو قوم، ژبې، دین او کلتور پورې یې تړل لویه جفا ده.» دغه راز هغه ویلي: «زموږ تېر د ټولېدو وړ نه دی، خو کولای شو یوه ټولییزه راتلونکې ولرو.»
د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا ویاند خالد پښتون په دې ناسته کې د ټولګډوني حکومت لپاره د ملګرو ملتونو هڅې ناکامې بللې دي. نوموړي ویلي چې د طالبانو په قاموس کې ټولګډونې حکومت «مانا نه لري، نه دې موږ تمه وکړو او نه دې نړۍ تمه وکړي.» د هغه په خبره، مقاومت دې سخت شي؛ څو په خبره یې، مثبتې پاېلې ته ورسېږي.
اخوا، د دغې ناستې یوه بله ویناواله د ښځو حقونو فعاله پروانه ابراهیمخیل وه چې د طالبانو له خوا د مذهبي او قومي لږکېو د نیولو او ربړونې په هکله وغږېده. نوموړې زیاته کړې چې د دې ډلې غړو په ځينو سیمو کې نجونې په جبري توګه د ځانونو لپاره نکاح کړې دي. هغې ټینګار کړی چې طالبانو د پخواني امنیتي ځواکونه ځينې غړي د ربړونې، نیونې او وژنې ترڅنګ اړ کړي چې په وینا یې، خپلې لوڼې د دغې ډلې غړو ته په نکاح کړي.
د ښځو حقونو دغې فعالې له ټولییز ژوندانه د ښځو څنډې ته کول اندېښمنوونکې بللې او ویلي دي چې دمګړۍ د افغانستان نیمايي وګړي په کورونو کې بندیوانې دي او ناوړه وضعیت زغمي.
مېرمن ابراهیم خيل د ناستې له ګډونوالو غوښتي چې د طالبانو له منګولو د افغانستان ازادولو ته یو موټی شي او یوې ګډې حللارې ته ورسېږي. نوموړې زیاته کړې: «زه په سړکونو کې د اعتراضونو او د طالبانو د زندان تجربه لرم. د طالبانو په واکمنۍ کې ژوند د زغم نه ده. دا بسنه کوي چې تاسې خپلې کورنۍ د هغو کورنیو پر ځای وګڼئ چې د طالبانو تر ظلم لاندې دي. د خپل بندي ورور او خور ربړونې حس کړئ او وروسته حللار موندل اسانه دي.»
د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم ټلوالې د سیاسي کمېټې رییس داوود ناجې په دې ناسته کې ویلي چې خلک «د طالبانو تر ظلم لاندې تر ټولو سخت وحشت، سمبال شوی تبعیض او جنسیتي اپارتاید تجربه کوي. بل پلو، نړۍ او سیمه هم د هر لامل له کبله له هغوی [طالبانو] سره اړیکې لري.» نوموړي ویلي چې ازادۍ جبهه له طالبانو سره د وسلهوالې مبارزې ترڅنګ، له روان وضعیت څخه د وتلو لپاره پر خبرو اترو او سیاسي هڅو ټينګار کوي.
د یادونې ده چې ویناوالو د دغې ناستې په لومړۍ ورځ د طالبانو له خوا د پلي شوي سمبال شوي تبعیض او جنسیتي اپارتاید، د ملګرو ملتونو له خوا د دوحې له درېیمې غونډې د ښځو او مدني ټولنو استازو ایستلو په اړه د واحد لیدلوري په رامنځته کولو، د یو بل منلو لپاره د لارو چارو موندل او د ولسواک او باثباته راتلونکې افغانستان لپاره د دیموکراتیکو ځواکونو پر یووالي او پیوستون خبرې وکړې.
ټاکلې ده چې د ویانا څلورمې غونډې ګډونوال به د درېیو ورځو په لړ کې د افغانستان ولسواک راتلونکې، د طالب ضد سیاسي خوځښتونو پر یوځای کولو او یو موټي سیاسي چتر جوړولو، د لارنقشې په رامنځته کولو او افغانستان پورې اړوند په ځينو نړیوالو او سیمهییزو مسایلو خبرې اترې وکړي.





