۸صبح، تخار: تخار کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د طالبانو پر دوو مرکزونو د مقاومت جبهې ځواکونو له برید څخه خبر ورکوي.
ځایي سرچینې وایي لومړي برید کې، چې چهارشنبه د تلې پر شپږمه نېټه د تخار ولایت د دشت قلعې ولسوالۍ په «ماشابهقشلاق» کلي کې شوی د طالبانو ځایي قوماندان قاري خیلان مړ او پنځه نور کسان یې ټپیان شوي دي.
د سرچینې په وینا دویم برید د بهارک ولسوالۍ په کوترمه کلي کې د طالبانو پر یوې پوستې شوی، چې په پایله کې یې دوه طالبان ټپیان شوي دي.
تخار کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې مخکې هم د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې ځواکونو د برید په پایله کې ۴ طالبان مړه او ټپیان شول.