۸صبح، کابل: د مقاومت جبهې ویلي، چې د اندراب په سیمو کې یې له طالب ځواکونو سره په نښتو کې طالبان له ماتې سره مخ کړي دي.
د مقاومت جبهې ویاند صبغتالله احمدي دوشنبه د غويي پر ۱۹ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې د مقاومت جبهې ځواکونو د پل حصار، خیر دره او دره جران اندراب په سیمو کې د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې بری خپل کړی دی.
د نوموړي په خبره، دغو نښتو کې یې د طالبانو د بدري، ځانمرګو او سرو قطعاتو ۲۷ کسان وژلي دي.
هغه ویلي، طالبانو په اندراب کې له چورلکو او درنو توپونو کار اخیستی دی.
د دغو نښتو په پایله کې د مقاومت جبهې درې کسان هم ټپيان شوي دي.
د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په ځينو سیمو په ځانګړې توګه د بغلان په اندراب، پنجشېر او تخار کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ نښتو زور اخیستی دی.
طالبانو په دې هکله د نښتو راپورونه رد کړي دي.