۸صبح، کابل: د مقاومت جبهه وایي، چې کابل کې د القاعدې شبکې پر مشر ایمن الظواهري په برید کې د سراج الدین حقاني زوم او زوی هم وژل شوي دي.
د مقاومت جبهې جمعه د زمري پر ۱۴ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د القاعدې شبکې پر مشر له برید وروسته د سراج الدین حقاني د تېښتې په اړه د ځینو سرچینو له خبرو سره سره هغه تر پنځو ورځو مخکې په کابل کې پټ و.
د مقاومت جبهې ویلي، چې د الظواهري له وژل کېدو وروسته د طالبانو ترمنځ اختلافونه لا ژور شوي دي.
د مقاومت جبهې په وینا، د القاعدې شبکې د مشر له وژل کېدو وروسته د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د طالبانو د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو سرپرستان ملا یعقوب مجاهد او امیرخان متقي زیانمنونکي شوي دي.
د مقاومت جبهې د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د تېرې یوې اوونۍ پېښو د طالبانو پر غړو په ځانګړې توګه د حقاني شبکې پر کسانو ناوړه اغېزه لرلې ده.
د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري په داسې حال کې کابل کې د طالبانو له خوا ووژل شو، چې کابو درې اوونۍ مخکې د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود له بي بي سي سره په خبرو اترو کې د ترهګرو پر پټنځای د افغانستان له بدلېدو خبرداری ورکړ.