د راپورونو په حواله، د ایران سپاه پاسداران په سوریه کې د اسراییلو د بریدونو له وېرې خپل جګپوړي ځواکونه کم کړي او په سوریه کې به د خپل نفوذ د ساتلو لپاره تر ډېره پر «شیعه ملیشه ځواکونو» تکیه وکړي.
رویټرز خبري اژانس پنجشنبه د فبرروۍ پر لومړۍ د درېیو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی، سره له دې چې په تهران کې «توندلاري» د غچاخیستنې غوښتونکي دي؛ خو تر ډېره له سوریې د ایران د سپاه پاسدران د جګپوړو ځواکونو د ویستنې پرېکړه په منځني ختیځ کې په مخامخ جګړې کې له ښکېلېدو د ډډه کولو له امله ده.
یوې باخبرې سرچینې هم ادعا کړې چې د سپاه پاسداران لوړپوړي قوماندانان او د منځنۍ کچې لسګونه نور افسران له سوریې وتلي دي.
د راپور په حواله، سپاه پاسداران دې پاېلې ته رسیدلی چې د سوریې د امنیتي ځواکونو له دننه د معلوماتو د راوتلو له کبله د دوی پر مرکزونو د اسراییلو په وروستیو مرګونو بریدونو کې رول درلود.
له بلې خوا یوې بلې سرچینې چې په سوریه کې د ایران له عملیاتو سره بلد دی، ویلي چې د اسراییلو د دقیقو بریدونه له کبله سپاه پاسداران دې ته اړ شو، څو خپل مرکزونه بدل کړي.
یوې سرچینې ویلي چې د ځواکونو کمول به له تهران سره مرسته وکړي، څو د اسراییلو او غزې ترمنځ جګړې ته له ننوتو ډډه وشي.
سپاه پاسداران تر اوسه په دې تړاو څه ویلي نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د سوریې پر پلازمینې دمشق کې د اسراییلو د هوايي برید په پاېله کې د سپاه پاسداران څلور غړي ووژل شول.
له برید وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه غندلې او ویلي دي چې دا برید «د سوریې له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه پرلپسې سرغړونه» ده.