۸صبح، کابل: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي چې له قزاقستان او ترکمنستان سره یې په هرات کې د لوژیستکي مرکز پر جوړولو هوکړه کړې.
عزیزي له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې چې پنجشنبه د غويي پر ۱۳مه خپره شوې، ویلي چې د دغې چارې موخه یې سویلي اسیا ته د روسیې د تېلو په ګډون د سیمې صادرات دي.
د نوموړي په خبره، تېره اوونۍ په کابل کې د طالبانو، ترکمنستان او قزاقستان چارواکو ترمنځ له غونډې وروسته هوکړه شوې چې تخنيکي ډلې به په دوو مياشتو کې د دغه لوژستيکي مرکز د جوړولو رسمي پلان په اړه ليکلی هوکړهليک چمتو کوي.
عزیزي زیاته کړې چې له شپږو میاشتو خبرو اترو وروسته د دغه مرکز پر جوړولو پرېکړه شوې او په وینا یې، په دغه مرکز کې به درې واړه هېوادونه ګډه پانګونه کوي.
نوموړي زیاته کړې چې «دا مرکز د افغانستان له ستراتیژیک موقعیته د ګټې اخیستنې لپاره د طالبانو د پراخو هڅو یوه برخه» ده.
عزیزي زیاته کړې: «زموږ د خبرو پر بنسټ، په هرات کې یو لوژیستکي مرکز جوړېږي چې کولای شي شمال له سویلي اسیا سره ونښلوي.»
نوموړي ویلي چې دا لوژیستکي مرکز به په یو وخت کې د یو میلیون تېلو د ساتنې وړتیا ولري.
هغه په ډاګه نه کړه چې کله به د دغه مرکز د جوړولو چارې پېلېږي.
د یادونې ده چې قزاقستانی پلاوی تېره اوونۍ کابل ته راغلی و.
له دې وړاندې د طالبانو د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل پولیتخنیک پوهنتون زدهکړیالانو د فراغت په مراسمو کې ویلي و چې سیمهییز ترانزیت او نښلون له افغانستان پرته ناشونی دی.