د بغلان ځینې اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولایت مرکز او ځینو ولسوالیو کې د جنايي پېښو په ځانګړې توګه د وسلهوالو غلاوو کچه زیاته شوې. ورته مهال ځايي طالب چارواکي د ښار د امنیت په تړاو ډاډ ورکوي او وايي، چې د امنیتي پېښو کچه کمه شوې ده.
جاوید پلخمري ښار کې صراف دی. نوموړی د غلاوو په ځانګړې توګه د وسلهوالو غلاوو په تړاو وویل: «په رڼا ورځ د کور پر خوا روان وم. نامعلومه وسلهوالو څلور لکه افغانۍ راڅخه یووړې او وتښتېدل.» جاوید د خپل کار د دوام لپاره امنیت مهم بولي او د طالبانو د سرپرست حکومت له ځايي چارواکو غوښتنه کوي، چې د غلاوو مخنیوی وکړي ترڅو خلک په ډاډه زړه خپل کاروبار او ژوند ته دوام ورکړي.
د بغلان اوسېدونکي داسې مهال د وسلهوالو غلاوو له کبله اندېښمن دي، چې غله د ښار په امنه سیمه کې هم په غلا لاس پورې کوي. د بغلان یو اوسېدونکی خیرمحمد وايي: «له ښاره د کور پر لور روان وم. یو موټر کې کېناستم. کله چې موټر حرکت وکړ څو ځوانانو کلک ونیولم او جیبونه یې راته تش کړل. کله چې مې نارې وکړې او یوې ګڼه ګوڼې سیمه کې بند شو، هغوی پلي لارې ته ګوزار کړم او تښتېدل.»
د بغلان ځينې اوسېدونکي وايي، هره شپه یې سیمه کې له یو کوره غلا کېږي او دې وضعیت هغوی اندېښمن کړي. نظیفالله د پلخمري اوسېدونکی دی. هغه وايي: «د نوآباد ششصد کوتي سیمه کې زموږ د یوه ګاونډي له کوره غلا وشوه. غلو پنځه زره نقدې پیسې، یوه برقي جارو او د کور نور توکي غلا کړل.» نوموړی د غلاوو لامل بېوزلي او بیکاري یادوي او وايي، ترهغه چې خلکو ته د کار زمینه برابره نه شي او اقتصادي وضعیت ښه نه شي، د غلاوو کچه به نوره هم لوړه شي.
توفیق حببیبي د بغلان د تلاشۍ سیمه اوسېدونکی دی. هغه وايي: «د تېرو څو میاشتو په پرتله دې ورځو کې د غلا کچه زیاته شوې او خلک اندېښمن دي. موږ له ماښامه وروسته د خپل ځان او مال له وېرې له کوره بهر کېدلی نه شو.»
ورته مهال بغلان کې د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکي د غلاوو د زیاتوالي په تړاو وايي، چې ځینې ستونزې د پخواني حکومت څخه پاتې دي. د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدادریس شېرزاد وايي، د طالبانو د سرپرست حکومت له لومړیو ورځو راوروسته د امنیتي ستونزو کچه راکمه شوې ده. نوموړي زیاته کړه: «که غله له غلا لاس وانخلي، له هغوی سره به قانوني چلن وشي او اسلامي شریعت به پرې پلی شي.»
د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د طالبانو سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي، په هېواد کې يې غلا، اختطاف او د جنګي جرمونو کچه صفر ته ټيټه کړې ده. د دغه وزارت ویاند ویلي، دا کار د طالب سرتېرو د هڅو په پایله کې شوی دی. د هغه په وینا، هغه جرایم چې په هېواد کې پېښېږي، عادي دي او داسې جرایم په پرمختللو هېوادونو کې هم شته. د طالبانو سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي، غله او د عامه نظم ګډوډونکي څاري او د طالبانو په نامه ناوړه ګټې اخیستنې ته به څوک پرېنږدي.