روسي ځانګړو ځواکونو د داعش شپږ غړي چې په زندان کې یې دوه ساتونکي یرغمل کړي وو، په ډزو وژلي دي.
رویټرز خبري اژانس یکشنبه د جون پر ۱۶مه راپور ورکړی چې دا زندان د روستوف ښار په سوېل کې پروت دی.
د زندان چارو ادارې ویلي: «هغه کارکوونکي چې یرغمل نیول شوي وو، خوشې شوي او کوم زیان ورته نه دی اوښتی.»
په راپور کې راغلي چې دا کسان «د ترهګریزو جرمونو» د ترسراوي او په مې میاشت کې په مسکو کې د کنسرټ پر تالار برید کې ښکېل وو.
د راپور په حواله، شپږو یرغمل نیوونکو چې یوه یې په سر د داعش بیرق تړلی و، د زندان کړې ماتې کړي او د رسۍ په مرسته څو پوړونو ته ښکته شوی چې وروسته یې ساتونکي د چړو او تبر په وسیله یرغمل کړل.
د یادونې ده چې د روسیې په مشرۍ د ټولییز امنیت سازمان په وار وار د داعش له ګواښونو خبرداری ورکړی دی.
څه موده وړاندې د مسکو امنیتي ځواکونو د داعش څو غړي چې په مسکو کې یې د یهودانو پر عبادتځایونو د برید پلان درلود، ونیول.