۸صبح، نیمروز: نیمروز کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې یوه ایراني پلاوي په دغه ولایت کې د کمال خان بند څخه لیدنه کړې ده.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته د جمعې په ورځ، د زمري ۲۰مه ویلي، چې دغه پلاوي تېره اوونۍ له دې بند څخه لیدنه کړې ده.
سرچينې نيمروز ته د ايراني پلاوي د سفر او د کمال خان بند د سفر د څرنګوالي په هکله نور جزئيات نه دي ورکړي.
د طالبانو د نيمروز سيمه ييزو مسوولانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې د اوبو بندونه یو له حساسو ځایونو څخه دي او دوی په افغانستان کې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له بندونو لیدنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، څو ورځې وړاندې د ایران سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي و چې طالبان د ۱۳۵۱ کال د هیرمند سیند د حقابې د تړون عملي کولو په اړه د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو بې ژمنې چارواکي دي.
افغانستان کې د طالبانو بیا ځلې واکمنۍ وروسته، د هیرمند پر سیند د ایران د حقابې مسله د تهران او د دغې ډلې تر منځ یوه له مهمو ستونزو څخه ده.