د طالبانو د دویم عمومي مشر ملا اخترمحمد منصور په اوومه تلین غونډه کې، د دوی د نورو مناسبتي غونډو په شان یو اصلي ویناوال بیا د طالبانو د معادن او پټرولیم وزیر شېخ شهاب الدین دلاور و.
ښاغلی دلارو، چې د طالبانو په منځ کې په « شېخ ډالر» مشهور دی، په یوه وینا یا په عامه اصطلاح: په یوه غشي څو ښکاره وکړل.
هغه خپله وینا د اسلام د خلفای راشیدینو له کیسو پيل کړه او بیا- بیا ټینګار یې وکړ، چې د خلفای راشیدینو یا صحابه وو له کیسو یې هیڅکله هدف له هغوی سره د خپلو مشرانو پرتله کول نه دي.
شېخ دلاور مدعي شو، چې طالب مشران د خلفای راشیدینو او صحابه وو هم سویه خلک نه، خو د هغوی لاروي دي، ځکه خو دی خپلو ویناوو کې د هغوی کیسې ډېرې کوي.
شهاب الدین دلاور د خپلې وینا په دوام د طالبانو د ډلې د بنسټګر ملا عمر په ستاینو خوله پرانیسته. هغه سره له دې، چې څو ځله یې قسم وخوړ، چې د چاپلوسۍ هدف نه لري، خو مدعي شو چې د ملا عمر په شان انسان په افغانستان کې نه و زیږیدلی.
ملا دلاور په افغانستان کې ملا عمر زیږیدل پر افغانانو د خدای تعالی لوی رحمت وباله او ورپسې یې د ملا منصور په ستاینو خوله خلاصه کړه.
هغه د ملا منصور په اړه هم وویل، چې له ملا عمر وروسته په افغانستان کې دی بل بېساری انسان و.
د طالبانو د کابینې دغه غړي د ملا منصور په اړه د خبرو پر وخت پر ده د ځينو هغو تورونو په دفاع هم ماهرانه هڅه وکړه، چې دی یې له امله ډېر ځله بحث کیږي.
له هغو مواردو یو مهم مورد دا دی، چې شېخ دلاور د جمهوري نظام خلاف د طالبانو د جګړې په اوږده موده کې، ډېر وخت له خپلې کورنۍ سره په قطر کې مېشت و او په جګړه کې نه ده او نه یې د کورنۍ غړو برخه اخیستې ده.
شېخ دلاور دلته خپله اصلي خبره په ډېر مهارت، د یوې غالباً دروغجنې کیسې په کولو وکړه. ده ویل:
«یو ځل، یو چېرته ملا منصور وغوښتم!» دا چې « یو ځل» او « یو چېرته» ولې نه روښانه کوي، ټول پوهیږي چې د عامه افکارو له ډاره طالب مشران په ښکاره په پاکستان کې د خپلې جګړې د مرکزیت یادونه په صراحت نه شي کولای.
بیا یې ویل، چې هلته ده ملامنصور ته د ډېر احتیاط وویل، چې زیات دې نه ګرځي او خپل ژوند سره دې احتیاط کوي، خو هغه ورته د ملاعمر پيغام ورساوه، چې شېخ دلاور باید خپلې کورنۍ سره قطر ته لاړ شي.
د شېخ دلاور د وینا مهارت، د مړو شاهد نیول او بیا د ځان په دفاع د طالب مشرانو په یوه ځانګړې غونډه کې، چې له ټلویزونونو په ژوندۍ بڼه خپریږي، جالب او د پام وړ دي.
هغه په خپلو خبرو کې د طالبانو د اوسنۍ رهبرۍ پر څوکۍ د ناست او نالیدل شوي ملاهبت الله ستاینه هم له پامه ونه غورځوله، ځکه په وروستیو کې د معادن وزارت له خورا عایداتي څوکۍ یې د ګوښه کیدو د احتمال اوازې زیاتې دي.
د ملاهبت الله په اړه یې وویل، چې هغه له ملاعمر او ملامنصور څخه وروسته، په افغانستان کې تر ټولو درېیم لوی انسان دی، چې خدای پر طالبانو او افغانانو لورولی!
شېخ دلاور د خپلو خبرو په پای کې له ټولو قصیدو سره، د طالب رژيم د سقوط ورځ تربلې جدي کیدونکي امکان او له دندې دده د ایسته کیدو اوازو ته په کتو سره، د سبا ورځې لپاره هم خبرې لرلې.
ده طالبانو ته د نصیحت په ډول وویل، چې تکبر ونه کړي، پر نورو له دې امله چې ږیرې لري، جګړه او دیني زده کړې یې کړي او نور ږیرې نه لري یا د دوی په اصطلاح عام خلک دي، ځان لوړ ونه ګڼي.
شېخ دلاور، چې د طالبانو رژیم کې له ډېرو منصبونو څخه معادن او پټرولیم وزارت سره د ځانګړې لېوالتیا او د طالبانو په مخکیني رژیم کې د پېښور قونسلګرۍ د سمبالښت پر مهال، د زیات حیف و میل له وجې، طالبانو په « شېخ ډالر» مشهور کړی، په دې وینا کې هم د طالبانو په ایتلافي رژيم کې، د ملاعمر د زوی فرکسیون، هم د ملا منصور ډله او هم د ملا هبت الله په نوم خلکو ته معرفي شوی طالب ادرس، له ځانه راضي کړل.
دا چې هغه په هره خبره کې د نه چاپلوسۍ قسم وخوړ، پر دې خدای تعالی او خلک دواړه پوهیږي.
طالب مشران چې په خپل منځ کې پر خپلو مړو داسې قسمونه کوي او د چاپلوسۍ القاب کاروي، له خلکو، سیاسيونو او نړیوالو سره په تعاملاتو کې یې د چل او دوکې احتمال خپله قیاس کړئ، چې څومره به وي.
د طالبانو د مشرانو داسې غږیدل، چې څومره زیاتیږي، د دوی د پرون، نن او سبا ماهیت، اصلي هویت او ورسره د افغانستان د راتلونکي برخلیک څرنګوالی، چې له بده مرغه ډېر تیاره دی، لا برسېره کیږي.