۸صبح، کابل: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې ادارې (سیګار) اعلان کړی، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لږ تر لږه ۸۴۰ زره سیمه ییز همکاران لا هم له خپلو کورنیو سره په دغه هېواد کې پاتې دي، چې په امریکا کې یې د مېشتېدو غوښتنه کړې ده.
سیګار د پنجشنبې په ورځ (اګست ۳۱مه) یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي، که څه هم د افغانانو لپاره د کډوالۍ د ځانګړي ویزې د پروسې د ښه کېدولپاره اقدامات شوي، خو له افغانستان څخه د امریکا له وتلو او د طالبانو له واک ته د رسېدو دوه کاله وروسته لا هم ننګونې پاتې دي.
په راپور کې راغلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اټکل کوي چې د روان کال تر اپریل میاشتې پورې له ۸۴۰ زرو څخه زیات د کډوالۍ د ځانګړي ویزې پروګرام غوښتونکي او د هغوی د کورنیو غړي په افغانستان کې پاتې دي.
په ورته وخت کې، د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا ټول کسان به ونه منل شي او دا چې شاوخوا د ۵۰ سلنه غوښتونکو غوښتنلیکونه په ابتدايي توګه څېړل کېږي، د باور وړ نه دي.
له دې سره جوخت، په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا کانګرېش د افغانستان د متحدینو د ساتنې لایحه تصویب کړه چې د کډوالۍ د ویزې د ځانګړي پروګرام دتطبیق لپاره شرایط برابروي.
د دې پروګرام له مخې، هغه افغانان چې د امریکا په پوځ او یا د امریکا د حکومت لپاره یې کار کړی کولای شي په امریکا کې د دایمي استوګنې یا شنهکارت لپاره غوښتنه وکړي.
خو د دغه بهیر د سستوالي له امله یاد پروګرام له سختو نیوکو سره مخ شوی او غوښتونکي یې له سختې بې باورۍ سره مخ کړي.