۸صبح، کابل: د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني له بریټانیا څخه د هېواد د خپلواکۍ د ۱۴۰مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې ویلي، چې نړۍ د افغانستان پر خلکو ظلم کوي.
نوموړي دغه څرګندونې نن (شنبه، د زمري ۲۸) د هېواد د خپلواکۍ ورځې د نمانځنې پر مهال کړې دي.
حقاني زیاته کړه: “نړۍ باید له طالبانو سره تعامل وکړي او پر افغانانو روان ظلم پای ته ورسوي.”
په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په همدې مناسبت یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي شریعت له مخې پر سالمو اړیکو باور لري.
هغه زیاته کړه، هېوادونه باید د افغانستان پر وړاندې د ظلم او ضرر رسونې پالیسې ونه کاروي.
له دې سره جوخت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازی وايي، د دې ورځې نمانځل په داسې حال کې چې افغانستان له بېلابېلو بحرانونو سره لاس او ګرېوان دی او بهرنیو مرستو ته اړتیا لري، د پوښتنې وړ دی.
بلخوا د دې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې د طالبانو ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې له دوی سره خبرې اترې په سیمه کې د امنیت او ثبات د تامین یوازینۍ لار ده.
نن د زمري ۲۸مه له بریټانیا څخه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو له ۱۰۴مې کلیزې سره برابره ده. تر دې وړاندې دا ورځ په ټول هېواد کې په ځانګړې ډول لمانځل کېده او اوس دوه کاله کېږي چې دا ورځ د طالبانو تر بیرغ لاندې نمانځل کېږي.