د ناروې، ایرلنډ او اسپانیا له خوا د یو خپلواک هېواد په توګه د فلسطین د رسمیت پېژندنې په لړ کې اوس سلوانیا هم دغه هېواد په رسمیت وپېژاند.
اسوشیټېډپرېس راپور ورکړی چې د دغه هېواد پارلمان سېشنبه د جون پر ۴مه د رایو له اکثریت وروسته د یو خپلواک هېواد په توګه د فلسطین رسمیت پېژندنه تصویب کړې ده.
د سلوانیا د پارلمان استازو دا موضوع په ۵۲ منلو او هېڅ مخالفو رایو تصویب کړې ده.
بل خوا د سلوانیا د بهرنیو چارو وزیرې تانیا فاجون په اېکسپاڼه کې ویلي: «د فلسطین ګران ولسه، د سلوانیا د نن ورځې وروستۍ پرېکړه د سولې او هیلې پیغام دی.»
هغې زیاته کړې چې هېواد به یې د فلسطینیانو او اسرائیل د امنیت لپاره نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړي.
د یادونې ده چې د سلوانیا پارلمان ۹۰ غړي لري او د پارلمان پاتې غړي د رایې ورکولو پرمهال حاضر نه وو.
د دغه هېواد دولت تېره اوونۍ د فلسطين د رسميت پېژندنې طرحه تصويب کړه او دا طرحه يې د وروستي تصويب لپاره پارلمان ته واستوله.
د سلوانیا دا پرېکړه څو ورځې وروسته تر دې کېږي چې اسپانیا، ناروې او ایرلنډ د فلسطین دولت په رسمیت وپېژاند.
د یادو هېوادونو دا ګام د اسرائیل له توندو نیوکو سره مخ شوی دی.