۸صبح، کابل: د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په دوو راتلونکو ورځو کې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د درنې واورې او باران ورېدو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
یاد ریاست شنبه د کب پر ۵مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د اورښت دا اټکل سبا او بل سبا (د کب پر ۶ او ۷مه) په کابل، پروان، هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، دایکندي، غور، بامیان، میدان وردک، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، بغلان او سمنګان کې شوی دی.
د اورښت کچه په بېلابېلو برخو کې له ۱۰ تر ۴۰ میليمترو پورې ده.
دغه راز، په بېلابېلو برخو کې د واورې ورېدو کچه بیا له ۱۰ تر ۴۰ سانتيمترو پورې ښودل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم په ډېریو ولایتونو کې اورښتونه شوي و.