۸صبح، کابل: امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې په سویل کې لمریزې برېښنا او ژورو څاه ګانو د افغانستان د کوکنارو په کښت کې مرسته کړې او د کوکنارو د مخنیوي لپاره یې د طالبانو کمه مبارزه له ستونزې سره مخ کړې ده.
نیویارک ټایمز چهارشنبه د غبرګولي پر ۱۱ راپور ورکړی، چې لمریزې برېښنا او ژورو څاه ګانو په هلمند او کندهار کې د خشاش بوټي په کرلو کې مرسته کړې ده.
په راپور کې راغلي، چې په سویل کې د کوکنارو کروندو د خړوبولو لپاره له لمریزې برېښنا کار اخیستو، د کوکنارو پر وړاندې د طالبانو تازه پېل شوې مبارزه له ستونزو سره مخ کړې ده.
دغې رسنۍ لیکلي چې لمریزې برېښنا په نړۍ د تریاکو د تر ټولو لوی تولیدوونکي هېواد په توګه د افغانستان په پېژندلو کې بنسټیز رول لرلي.
په دغه راپور کې راغلي، که څه هم مخکیني دولت د خشخاش له منځه وړلو لپاره د امریکا په ملاتړ ۸،۶ میلیارد ډالر لګښت کړی و، خو لوړپوړي افغان چارواکي د تریاکو په سوداګرۍ، په کابل کې «د خشخاشو په پیسو د ماڼیو» او په دوبۍ کې د کورونو په اخیستو کې شریک وو.
پر دې سربېره، د نیویارک ټایمز د راپور له مخې په دوو لسیزو جګړو کې، طالبانو هم د خشخاش په کرلو او د تریاکو له تولید څخه ډېر ګټه کوله.
د ملګرو ملتونو سازمان له مخدره توکو سره د مبارزې دفتر د راپور له مخې، افغانستان له ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۰ کال پورې، د نړۍ ۸۳ سلنه تریاک تولید کړي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان راپور ورکړی، چې ان له سختې جګړې او وچکالۍ سره سره، افغانستان کې په ۲۰۰۹ کال کې د تریاکو کښت له ۱۲۳ زره هکټارو، په ۲۰۲۰ کال کې ۲۲۴ زره هکټارو ته زیات شوی دی.
نیویارک ټایمز لیکلي: «طالبانو د تریاکو کښت د شریعت خلاف اعلان کړ، ځکه غواړي په افغانستان کې پر نشه یي توکو د اخته کسانو شمېر کم کړي؛ خو د تریاکو له قاچاق سره د هغوی ژورې اړیکې ته په پام، د طالبانو مشران د نفاق او تقدس ترمنځ په نرۍ لیکه کې دي.»
په دې لړ کې، د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کړی، چې تېر کال په افغانستان کې د تریاکو سوداګرۍ له ۱،۸ تر ۲،۷ میلیارد ډالرو عاید لرلی.
له بلې خوا، یوې خپلواکې څېړنیزې ډلې، د افغانستان د تحلیلګرو شبکې تېره میاشت په یوه راپور کې لیکلي و: «د کوکنارو کښت او صادرات د ټول افغانستان اقتصاد ته ډېر مهم دي او د دغه بندیز لګول به پراخې پایلې ولري.»
دغه راپور داسې حال کې خپور شوی، چې طالبانو په دې وروستیو کې د خشخاش بوټي کرنه او د تریاکو راکړه ورکړه منع اعلان کړې؛ هغه پرېکړه چې د ځینو کارپوهانو په باور، د دغې ډلې لویه عایداتي سرچینه بندوي.