۸صبح، کابل: وروسته له هغې چې طالبانو په افغانستان کې د نشهیي توکو پېر او پلور منع اعلان کړ، د تریاکو بیې ۵۰ سلنه زیاتوالی لرلی دی.
فایننشل ټایمز د السیس بنسټ له خوا د راټولو شویو معلوماتو له مخې، چې د سپوږمکۍ له لارې د څېړنو انځورونه دولتونو او غیردولتي سازمانونو ته ورکوي دوشنبه د لړم پر نهمه ویلي، چې د نشهیي توکو د بیې لوړوالی د دې لامل شوی، چې کروندګر د خشخاش بوټی د کرلو لپاره لا زیاته انګېزه پیدا کړي.
السیس بنسټ وایي، داسې برېښي چې طالب چارواکو د هیرویینو لویه سوداګري له کوم خنډ پرته خوشې کړې ده او په پراخه توګه خشخاش کرل کېږي.
د السیس سپوږمکۍ انځور ښيي، چې طالب چارواکو د نشهیی توکو د یو شمېر کارخونو او بازارونو له تړلو سره په یوه نمایشي اقدام سره د بیو لوړولو ته لمن وهلې ده.
د سپوږمکۍ د خپرو شویو معلوماتو له مخې په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د کرستال تولید هم زیات شوی دی.
شنونکي وایي، چې که څه هم ظاهراً دا محدودیت تر اوسه په پراخه توګه نه دی پلي شوی، خو بیې د کمښتونو او ځپلو له امله لوړې شوې دي.
هند کې د رادبود پوهنتون استاد رومن مالجاک ویلي، چې لوړو بیو د خشخاش بوټي د کرلو لپاره د کروندګرو انګېزه زیاته کړې ده.
مالجاک ویلي: «د محدودیتونو تطبیق په اصل کې د طالبانو لپاره خطرناکه ده. دا د لږ عاید او محبوبیت په مانا ده، چې ښایي د هغوی د رژیم د پاتې کېدو لپاره د نړیوالې ټولنې د خوشحاله کولو په پرتله مهم وي.»
طالبانو تر اوسه د السیس بنسټ د دغه راپور په تړاو څه نه دي ویلي.
طالبانو د روان زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې د خشخاش بوټي کرل، په یوه فرمان کې منع اعلان کړل. لیدل کېږي چې دغه کار د تریاکو د بیې لوړېدو او د خشخاش بوټي د کرکېلې لپاره د کروندګرو د انګېزې زیاتېدو لامل شوی دی.