د پکتیکا یو شمېر ځایي اوسېدونکي او بېوزله کورنۍ وايي، د نړیوالو مرستندویه ادارو او ځینو نورو بنسټونو له لوري مرسته شوي خوراکي او غیرخوراکي توکي تر ډيره اړمنو او مستحقو خلکو ته نه ورکول کیږې؛ بلکې هغو کورنیو ته ورکول کېږي، چې بېوزله نه دي؛ خو له طالبانو سره اړیکې لري. له بلې خوا پکتیکا کې ځايي طالب چارواکي دا نه مني، چې ګڼې د مرستو پر مهال شفافیت په پام کې نه نیول کېږي. هغوي وايي، دغه ولایت کې مرستې پر اړمنو کورنۍ وېشل کېږي.
د پکتیکا اوسېدونکی اکبرخان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې څو ځله د بېوزلو په نوم مرستې شوې دي؛ خو د اړمنو او مستحقو خلکو پر ځای بډایه کورنیو ته د واسطو په زور وېشل شوې دي.
دی وایي، که طالبان د یادې ستونزې حل لپاره کوټلي ګامونه وانخلي، په روان ژمي کې به زیاتې بېوزلې کورنۍ له لا بشري ناورین سره مخ شي.
نوموړي زیاته کړه: «په دې وروستیو کې چې کومې مرستې وشوې په اړمنو کورنیو نه دي وېشل شوې، بلکې هغو کورنیو ته ورکړل شوي چې واسطې لري. دا ستونزه جدي ده او د حل لپاره یې باید جدي کار وشي.»
د مرکز ښرنې د محمدخېلو کلي اوسیدونکي عبدالوهاب وویل، په خپل کلي کې زیات داسې کسان پېژني چې خورا ناچاره دي، خو تر اوسه د مرستو په لېسټ کې نه دي نیول شوي.
د ده په خبره، د مرستو د وېش پر مهال توپیري چلند کېږي او د هغو کورنیو لاسنیوی نه کېږي، چې له بېوزلۍ کړېږي.
هغه وویل: «د نړیوالو خیریه بنسټونو او نورو ادارو لخوا چې کومې مرستې کېږي، په هغو خلک وېشل کېږي چې د طالبانو په نظامي لیکو کې کوم عسکر یا کوم بل طالب چارواکی وپېژني. بې وسه کسانو ته مرستې نه رسېږي.»
د محمد په نوم د سرروضي ولسوالۍ یو ځوان له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې د مرستو تر وېش وړاندې طالبان په لېسټونو کې خپل خپلوان ځایوي، وروسته بیا نورو خلکو ته ځای ورکوي.
نوموړي زیاته کړه: «اوس دلته څوک شکایت هم نه شي کولای، که شکایت وکړي هم له مرستو بې برخې کېږې او هم له وهلو او ټکولو سره مخامخ کېږې.»
په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي بلال حذیفه بیا دا نه مني چې ګنې د مرستو د وېش پر مهال دې شفافیت په پام کې نه وي نیول شوی.
خدیفه وايي، د طالبانو مسوولین او غړي د خیریه بنسټونو د مرستو په وېش کې یوازې د څارنې رول لري.
هغه زیاته کړه: «تر اوسه چې کومې مرستې زموږ د حکومت په دوره کې پکتیکاوالو ته وېشل شوې دي، ټولې يې اړمنو او مستحقو خلکو ته ورکړل شوې دي. موږ هېچا ته اجازه نه ورکوو، چې د واسطو پر اساس د مرستو په لېسټونو کې خپلوان او ملګري ځای پر ځای کړي.»
د اګسټ تر پنځلسمې وروسته چې طالبانو واک ونیوه، پر نورو برخو سربېره په اقتصادي لحاظ افغانان له سختو مالي ستونزو سره مخ شول.
له بشري ناورین څخه د مخنیوي په پار یو شمېر نړیوالو خیریه ادارو او ځینو نورو بنسټونو له بېوزلو کورنیو سره د مرستو لړۍ پیل کړه، چې په ځینو ولایتونو کې د یادو مرستو پر وېش نیوکې موجودې دي.