۸صبح، زابل: زابل کې سیمه ییزه سرچینه وايي، چې د طالبانو تر ولکې وروسته، په دغه ولایت کې د نشه يي توکو قاچاق زیات شوی دی.
زابل کې سیمه ییزه سرچینه دوشنبه د چنګاښ پر ۱۳ وايي، چې له دغه ولایته ایران او پاکستان ته د نشه يي توکو قاچاق ډېر شوی دی.
د سرچینې په وینا، هره ورځ یوه مافیايي ډله د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه نشه يي توکي ټولوي او د کندهار، نیمروز او هرات له لارې يې ایران ته اړوي.
د سرچینې په وینا، ځینې طالب چارواکي له دغو میافیايي ډلو سره لاس لري.
دا په داسې حال کې ده، چې طالب مشر څه موده مخکې د نشه يي توکو پر کرلو او قاچاق بندیز ولګاوه.