۸صبح، کابل: باخبره سرچینې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په F-17 سیمه کې د افغان کډوالو د نیولو په موخه د پاکستانیو پولیسو له لوري د کور په کور پلټنې د پیل خبر ورکوي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې پاکستانيو پولیسو د چهارشنبې په شپه شاوخوا ۱۲ بجې د افغان کډوالو پر کورونو چاپه اچولې، لسګونه یې وهلي ډبولي او بیا یې زنداني کړي دي.
د پېښې یو عیني شاهد وویل: “د پاکستان پولیس هغو اپارتمانونو ته چې افغان کډوال په کې شپې سبا کوي، په ډېر قهرجن حالت سره ننوتي او لسګونه کسان یې پرته له دې چې د اسنادو لرلو او نه لرلو په تړاو ترې وپوښتي، نیولي او له ځان سره یې بیولي دي.”
سرچینې زیاته کړه: “پاکستانيو پولیسو ان د خلکو د یخچالونو دننه هم پلټنه کوله. ښځې او ماشومان په خوب ویده وو، چې د پولیسو دې ډول حرکت سره ټول هک پک حیران شول. هغوی د ځینو خلکو د بکسونو پلټنه کړې او پیسې یې ترې غلا کړې دي.»
تر دې مخکې هم په پاکستان کې د دغه هېواد د پولیسو د ناوړه چلند او افغان کډوالو د نیولو په هکله راپورونه خپاره شوي دي.
څه موده وړاندې په اسلام اباد کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان سفارت چارواکو د پاکستان له امنیتي چارواکو سره په کتنه کې ویلي وو، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو نیول به د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېزې وکړي.