۸صبح، کندز: د کندز ځایي سرچینې ادعا کوي چې په دغه ولایت کې د طالبانو یو غړي په یوه شپه کې خپل ورور ته دوه خویندې په نکاح کړي دي.
سرچینې د چهارشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۲۴مه تایید کړې چې د طالبانو دغه غړی قاري بصیر نومیږي او دا عمل یې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د کندز ولایت په مرکز «باغ شرکت» سیمه کې کړی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د قاري بصير ورور چې په دې وروستيو کې له بهر څخه هېواد ته راستون شوى، له خپلې کوژدنې سره يې واده کړى و، خو د واده په لومړۍ شپه يې خپلې مېرمنې ته د «د بکارت پردې د نه لرلو» له امله طلاق ورکړ.
سرچينه کاږي، قاري بصير په هماغه شپه شاوخوا ۲:۰۰ بجې د خپل ورور د خسر کور ته د وسلو په زور ننوتی او د همدې کورنۍ دويمه لور یې خپل ورور ته واده کړې.
سرچینه زیاتوي، چې د دغو دوو نجونو ودونه د طالبانو د یوه بل غړي مولوي فیضالدین په نوم د یوه کس له خوا ترتیب شوي وو.
قاري بصیر او مولوي فیضالدین په بلخ ولایت کې د طالبانو په لیکو کې دنده ترسره کوي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
هېره دې نه وي چې د طالبانو د واکمنۍ وروسته د دې ډلې د لوړپورو چارو او غړو د دویمو او درېیمو جبري ودونو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.