۸صبح، پنجشیر: باخبره سرچینې په پنجشیر کې له طالبانو سره په نښته کې د ازادۍ د جبهې د یو تن قوماندان اکمل امیري له وژل کېدو خبر ورکوي.
معتبره سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې امیري دوشنبې شپه (وري۲۱مه)، د پنجشیر په شتل ولسوالۍ کې له خپلو څو تنو سرتېرو سره وژل شوی دی.
د سرچینو په خبره، طالبانو تېره شپه د پروان ولایت سالنګ ولسوالۍ کې د ازادۍ د جبهې او د ملي مقاومت د ځواکونو په پوستو بې شمېره بریدونه ترسره کړي دي.
سرچینې وړاندې وايي چې له دغه برید وروسته، اکمل امیري له خپلو کسانو سره یو ځای د غرونو له لارې د پنجشیر شتل ولسوالۍ په لوري روان وو چې د طالبانو له کمین سره مخ شول.
سربېره پر دې، د پکتیا په احمد آبا ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال عبدالحمید خراساني له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د نوموړي کسانو اکمل امیري له اتو تنو نورو کسانو سره په شتل ولسوالۍ کې وژلی دی.
د نوموړي په خبره، له دغې نښتې وروسته د اکمل امیري څو تنه سرتیري هم د طالبانو له لوري نیول شوي دي.
د ازادۍ جبهې تر دا مهاله د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
اکمل امیري د پخواني حکومت د ځانګړو ځواکونو له قوماندانانو و چې د جمهوریت د نظام له پرځېدلو وروسته پنجشیر ته ولاړ. نوموړی لومړی له ملي مقاومت جبهې او بیا وروسته د ازادۍ له جبهې سره یو ځای شو.