۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د سویډن کمیټه (اس سي اې) وایي چې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې د دغه بنسټ د فعالیتونو درېدو د معلولو ماشومانو کورنۍ اندېښمن کړې دي.
د سویډن کمېټې سه شنبه د غبرګولي پر ۲۲مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه بنسټ په تخار کې د خپلو فعالیتونو له درولو مخکې د دغه ولایت په لسګونو هغو ماشومانو ته چې «د پښو د کوږوالي» او د «مغزي فلج» پر ناروغۍ اخته وو، هره ورځ د فزیوتراپي خدمات وړاندې کول.
د سویډن کمېټې د مسوولانو په وینا اوس دغه ماشومان اړینو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
په دې خبرپاڼه کې د فرخار ولسوالۍ د يوه اوسېدونکي غلام الدين له خولې ويل شوي، چې د خپل کوچني زوى د راتلونکي په تړاو اندېښمن دى.
هغه زیاته کړې: «زما ټول ماشومان د پښو له کوږوالي سره زېږېدلي دي. د سویډن کمیټې د فزیوتراپي په مرکزونو کې یې درملنه وشوه او اوس ټول ښه دي. زه د خپل کوچني زوی وضعیت ته اندیښمن یم چې پښې یې کږې دي او دغو خدماتو ته لاسرسی نه لري. هغه څلور میاشتنی دی او ما څلور ځلي دغو مرکزونو ته مراجعه وکړه او د [سویډن کمېټې] د فعالیت د درېدو له امله راته هېڅ ډول خدمتونه وړاندې نه شول.
د دغه ماشوم مور فهيمه هم وايي، چې د تخار په ګاونډيو ولايتونو (کندز او بغلان) کې يې د ماشوم د درملنې لپاره بله موسسه نه ده پيدا کړې.
هغه وایي:« موږ دومره پیسې نه لرو چې د خپل ماشوم د درملنې لپاره بهر ته ولاړ شو. زه د خپل ماشوم د راتلونکي او د هغه د معلولیت په تړاو اندېښمنه یم.»
بلخوا، په تخار کې د سویډن کمیټې د فزیوتراپي څانګې مشره هما عظیمي وایي چې د کږو پښو او یا دماغي فلج د ناروغانو لپاره لومړني خدماتونه حیاتي دي.
هغې خبرداری ورکړی چې که دغو ماشومانو ته خدمتونه وړاندې نه شي، د تل لپاره به معلول پاتې شي.
د یادونې وړ ده، چې سویډن کمېټې د تېر کال په وروستیو کې د طالبانو د فشار له امله په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو لخوا د لګول شویو محدودیتونو او د دغې ډلې دلاسوهنې له امله یو شمېر نړیوالو مرستندویو بنسټونو خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د مرستندويو موسسو د فعاليتونو درېدو تر ډېره هېوادوال په تېره بیا د لېرې پرتو سیمو کورنۍ او هغه خلک زیانمن کړي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.