په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې د دغه هېواد د فشارونو له زیاتوالي سره هم مهاله، د طالبانو د رژیم د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت ویلي، چې پرون ۳ زره افغان کډوال بیرته هېواد ته ستانه شوي.
د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، د ټولو پرونیو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۳ زره او ۱۴۷ تنه دی.
سرچینه زیاتوي، چې په دغو کډوالو کې ۶۰ کورنۍ هم شاملې دي.
طالبان وایي، چې د دغو کډوالو له ډلې یې ۴۰ کورنۍ او ۹۶ مجرد کسان د کډوالو د نړیوال سازمان IOM ځایي دفتر ته د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره معرفي کړي.
د طالبانو د رژیم واکمنانو نه دي ویلي، چې مرسته اخیستونکي کډوال یې د کومو معیارونو له مخې په نښه کړي.
طالبانو اوړمه ورځ هم له ایران څخه د هرات د اسلام قلعه بندر له لارې هېواد ته د نیږدې درې زرو افغان کډوالو د ستنیدو خبر ورکړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې هېواد ته بیرته ستنیدونکي کډوال د ایران له لوري ورسره د ناوړه چلند ادعا کوي او وایي دغه هېواد له طالبانو سره د تعاملاتو له زیاتولو وروسته، د افغان کډوالو او په ځانګړي ډول د طالبانو د مخالفانو پر وړاندې فشارونه زیات کړي، چې هېواد ته د جبري ستنیدو سبب یې ګرځي.
د ایران حکومت تېره اونۍ په تهران کې د افغانستان سفارت د طالبانو د رژیم دیپلوماتانو ته وسپاره، چې دغه کار یې پراخو مخالفتونو سره مخ شو.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، شاوخوا ۳ میلیونه افغان پناه غوښتونکي ایران ته تللي، چې د ویزو د نه تمدید، په زوره هېواد ته ستنولو، بې کارۍ او ګڼو نورو ستونزو سره مخامخ دي.