دا واقعيت دى، چې نړول اسانه، ارزانه او لږ وخت غواړي، خو جوړول او رغول بیا همت، ظرفیت، وسایلو، بشري ځواک او امکاناتو ته اړتیا لري. په ځانګړې توګه د جګړې پر مهال د نړولو لپاره ټول اړین امکانات شتون لري. يو انسان د شلو پنځه ويشت کلونو اوږد وخت کې د مادي امکاناتو، ښو ښوونکو، ښو ښوونځيو او د ښه پوهنتون شتون ته اړتیا لري، ترڅو ټولنې ته د چوپړتيا د وړاندې کولو وړ وګرځي.
هغه نظام او بنسټونه چې په تېرو دوو لسیزو کې د خورا لوړو ځاني تلفاتو او مالي لګښتونو په ورکولو جوړ شوى و، که څه هم په بادى النظر داسې ښکاري، چې د طالبانو لخوا د څو ورځو په اوږدو کې ونړول شو، خو شک نشته چې د نظام د نسکوريدو پړاوونه، درې کاله وړاندې د پخواني ولسمشر اشرف غني لخوا د ولس په رايو باندي د دویم ځل لپاره معامله کول، په ارګ کې د غلو ځاى پر ځاى کول، د ملت کور د فساد پربنسټ بدلول، د فضلي او محب له خوا د وزيرانو ګواښل او په ارګ او امنیتي سکټور کې د فساد پراخېدل د نظام سقوط بېلابېل پړاوونه وو؛ تر څو د طالبانو يو تهاجمي بريد، د نظام تر بنسټونو لاندې لا دمخه ايښودل شويو باروتو ته د چاودون ورکولو له امله د نسکوريدو اخري پړاو بشپړ کړ.
د پخوانیو جنګسالارانو او ارګ ميشتو پراشوټي فاسدو چارواکو ترمنځ د فساد په موخه د اختياراتو ستونزې، رقابت او له يو بل څخه د وړاندې کېدو مقابله د نظام د نسکوريدو نور عمده لاملونه دي. زه د هغو خلکو له شننو او انګېرنو سره سخت مخالف يم، چې غني ته د قومي اجنډا حامل شخص خطاب کوي. نوموړي نه قوم پېژند، نه ملي ارزښتونو ورته اهمیت لاره او نه هم په ديني مقدساتو پسې ګرځيده.
غنى يو ځان خوښى، امتیاز غوښتونکى، په واک مين شخص و، چې هر څه يې د واک لپاره قربانول. نوموړي د واک له انتقال څخه د نظام نړول غوره وګڼل او له واک څخه د لاس په سر کېدو سره سم يې هېواد د تباهي د کندې پر سر ودراوه. د نوموړي ترڅنګ راټول شويو ټولو اشخاصو (استثنا به پکې نه وي) د پيسو له ګټلو او له عياشي کولو پرته هېڅ ډول د وطندوستي احساس، اجنډا او موخه نه لرله.
د ارګ لوړپوړي مامور وحيد عمر د سکې يو اړخ راسپړي. د ولسمشر غني د سياسي او امنيتي وضعیت د څيړنې او ارزونې وړتیا کنايتاً سلبوي او د محب کريکتر ته د شک په سترګه ګوري، خو په ډېرو نورو موضوعاتو سترګې پټوي. سليقه کاروي او يوازې ځان سپينوي. که نوموړى ريښتيا وايي، نو يوې تلويزوني مناظرې ته دې تيارى وښیي. د ځینو خطرناکو مرموزو څيرو په مبهمو او پېچلو کړنو دې سرسري نه تېرېږي.
شايد نوموړى ولس ته داسې ذهنيت ورکول غواړي، چې هر څه په دوه اويا ساعتونو کې له منځه لاړل، خو نه پوهيږي چې ملت ته د نظام د يقيني سقوط يا هم اسقاط (سقوط ورکول) څرکونه او شواهد د ولسمشر غني د ځينو لوړ پوړو ګمارنو، له هر چا سره د خشن چلن کولو له امله په څرګند ډول معلومېدل. د سقوط اخري دوه ايا ساعتونه د اجرائیوي پړاوونو اخري څپرکى نندارې ته وړاندې کوي.
په کور دننه تيت او پاشلى حکومت، په لوړو نظامي او ملکي پوستونو د نازدانهګانو ګمارل، د ولسمشر احساساتي پرېکړې، د واک انحصار، فساد، د ارزښتونو، حساسیتونو او نزاکتونو په مورد کې د حاکمې ډلې نابلدتيا، د سقوط نور لاملونه ګڼلاى شو.
طالبانو د نظام په نسکورېدو د خوښۍ څرګندونه وکړه، خو شايد اوس پوه شوي وي، چې نړول اسان او جوړول خورا ګران کار دى. که د طالبانو له خوا د بيارغونې پروسه په اوسنۍ کچې دوام مومي، نو نه شو کولای، موږ په څو لسيزو کې هم له نړېدو مخکې حال ته د رسيدو وړتیا پيدا کړو. نیمګړتيا مو داده، چې موږ مخکې نړول کوو، بيا جوړولو ته فکر او امکانات لټوو، خو دا هرڅه، هر وخت نه موندل کېږي. کاش! موږ له وړاندې ژور فکر کولاى، بيا لاس په کار کېداى.