د ایران د اسلامي جمهوریت تاکتیکي اشنایان او ستراتیژیک متحدان
لیکنه: صمد پاینده

د ایران د دولت او طالبانو ډلې په اړیکو کې وروستیو ټکانونو د افغانانو، سیاسیونو، شنونکو او رسنیزو فعالانو د ایران او طالبانو د اړیکو د راتلونکي په اړه بحثونه، حدسونه او ګومانونه رامنځته کړي دي. ځینې وایي، چې ایران د طالبانو په دفاع کې تېروتی او اوس د دې تېروتنې د اصلاح په هڅه کې دی. دا تبصرې په ټوله کې پر دوو برخو وېشل شوي دي. یو دا، چې له طالبانو څخه د ایران ملاتړ مقطعه یي او حتا د غلطې محاسبې له مخې و. بل دا، چې له طالبانو د ایران ملاتړ حساب شو او ستراتیژیک دی.
دوه ایرانه
کله، چې طالبان کابل ته راوګرځیدل، موږ لږ ترلږه د ایرانیانو له دوه ډوله غبرګون سره مخامخ شوو. ځینو له غیر طالبانو سره په ژوره توګه خواخوږي وښوده. د دوی ځینو یې له رسنیو څخه د افغانانو همغږي شول، له کډوالو او هغو کسانو یې ملاتړ وکړ، چې د طالبانو د ځپلو او غچ اخیستو له وېرې له هېواده تښتیدل. د افغانستان او ایران پر پوله او په ایران کې دننه له افغان خطر ځپلو سره د مرستو کمپاینونه پيل شول. د ایران د خلکو د غبرګون دغه برخه پراخه وه. د ایران پرګنو، په ځانګړي ډول هغو یې چې د طالباني نظام خلاف دي او په سیمه کې د دیموکراسۍ د پراختیا ملاتړ کوي، طالبانو ته د واک په سپارلو ناخوښي وښوده . بله ډله د ایران چارواکي او محافظه کاران وو، دوی د طالبانو « بریالیتوب» ونمانځه او دا یې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره پرمختګ وباله. هغوی د طالبانو د بدلون او د ټول ګډونه حکومت د رامنځته کولو لپاره د دوی د « تعهد» خبره وکړه. ځینو په ښکاره د ایران اطلاعاتي او سیاسي دستګاوې د دغه بدلون په رامنځته کیدو کې شامل وګڼل او له دې امله یې د بریالیتوب احساس وکړ، چې له طالبانو سره یې د کلونو سیاسي او تسلیحاتي همکاریو« پایله» ورکړې وه. لنډه دا چې د ایران اسلامي جمهوریت په ښکاره د طالبانو ترڅنګ ودرید او د دغې ډلې پر وړاندې هر ډول اعتراض او مقاومت یې د امریکا توطیه او ګډوډي غوښتنه وګڼله. د تېر کال په زمري میاشت کې د ښاغلي کاظمي قمي دغې خبرې، چې ویلي یې وو: امریکا په افغانستان کې د مقاومت له تنظیمولو سره، د داخلي ګډوډیو په لټه کې ده، هغه خلک نهیلي کړل او دا خبره یې د تمې خلاف وګڼله، چې ګومان یې کاوه ایران په پټه له مقاومت جبهې ملاتړ کوي. ښاغلي قمي که څه هم څو ورځې وروسته خپله خبره توجیه او هڅه وکړه، چې خپل دریځ نرم کړي، خو دا یې نوې خبره نه وه. دا خبره، تر دې مخکې په رسمي غونډو کې د ایران حکومتیانو کړې وه او قمي چې څه ویلي وو، د ایران د اسلامي جمهوریت همدغسې و.
ایران د طالبانو له بیرته را ستنیدو سره داسې دریځ نه و غوره کړی؛ بلکې دا یې د څو کلونو راهیسې دریځ و او دغه هېواد ځان د طالبانو یو سهم لرونکی باله. دغه هېواد د افغانستان په ځینو برخو کې د طالبانو ځینې کسان په مستقیم ډول تمویلول، د طالبانو شورا یې لرله، په فراه او هلمند کې ځواکمن قومندانان یې خپل متحدین بلل او تمه یې لرله، چې د طالبانو په دولت کې به دوی د پام وړ سهم ولري. له ملا عمر څخه وروسته د طالبانو مشرانو هم ایران سره ځانګړې اړیکې جوړې کړې وې. ملا اختر منصور تر هغې وروسته چې خپله کورنۍ ته ایران ته لېږدولې وه او یوه نیم میاشت هغلته مېشت و، د بیرته ستنیدو پر وخت په کویټه کې ووژل شو. ملا هبت الله هم د خپلې مشرۍ د پيل پر مهال، په پاکستان کې د مشرۍ پر سر له ناندریو د ځان ساتلو او هم په مشهد شورا کې د خپل نفوذ پیاوړي کولو لپاره، شاوخوا یوه میاشت به ایران کې و. دا هغه معلومات دي، چې عام شوي، تر دې اخوا هم د دې احتمال شته، چې د دغو اړیکو تر شا نورې راکړې ورکړې شوې وي.
داسې نه ښکاري، چې د ایران اسلامي جمهوریت په اسانۍ د طالبانو له همکارۍ لاس په سر او د هغو جریانونو ملاتړ وکړي، چې په افغانستان کې غیر طالباني نظام غواړي. د ایران دغه دریځ، د دغه هېواد د اسلامي جمهوري نظام له هویت او سیمې ته له ستراتیژیک لیدلوري سره تړاو لري. د ایران د اسلامي جمهوریت په هویت کې څو ټکي روښانه دي: اسلامي محافظه کاري، ایراني ناسیونالیزم، اقتصادي او اداري انحصار او فرهنګي فارسي پالنه.
په دې ډله کې فقیه ولایت( مذهبي محافظه کاري او سیاسي او اقتصادي انحصارپالنه) د نظام ایډیالوژي او د هویت مهمه برخه ده. اسلام، ایران او فارسي دوی په میراث کې ترلاسه کړي او ښایي ووایو، چې چاپېریال پرې تپلي دي.
شیعي-مذهبي، نه فارسي هلال
حکومتونه پر ژبو له تکیې سره په هېواد دننه او د باندې خپل سیاسي او اقتصادي اهداف تعقیبوي. اسلامي جمهوریت هم له فارسي ژبې د خپل نفوذ د پراختیا لپاره ګټه اخلي. په ایران کې دننه د فارسي ژبې د دود کیدو او ودې لپاره د پام وړ پانګونه کوي، او په سیمه او لیرې ځایونو کې هم د فرهنګي مرکزونو له رامنځته کولو، د تحصیلي بورسیو له ورکولو او د فرهنګي پروګرامونو له ترسره کولو، د کتابونو، فلمونو او نورو محصولاتو له خپراوي او وېش سره د فارسي ژبې د ترویج هڅه کوي. په ایران کې د کتابونو خپرول، د مجلو چاپ، د فلمونو تولید او د تحقیقي مرکزونو او د ژبې د ترویج لپاره د څيړنیزو مرکزونو جوړولو، د ژبې له بقا او ودې سره نسبي موثریت درلود. خو اسلامي جمهوریت، خپله ځانګړې فارسي لري. د دغه دولت فارسي، د دیموکراسۍ مبلغه نه ده؛ بلکې د فقه ولایت د محافظه کارانو فارسي ده. د ایران د کتاب بازار کې ښه آثار او لیکنې زیاتې دي، خو دا د نظام د سیاست محصول نه؛ بلکې د ایران د غیر فقهي ټولنې د تولیداتو اړوند دي، چې د فقه ولایت د نظام پر وړاندې مقاومت کوي. د فارسي دا برخه تل ځپل کیږي، زندان ته اچول کیږي، کډوالیږي او په محرومیت کې ژوند کوي. د دغو پر ژوند مېنو روښانفکرانو د کار پایله موږ په افغانستان کې هم وینو، چې خلک ورسره مترقي افکارو ته جذب شوي. د افغانستان هغه لوستي خلک، چې په هېواد دننه یې زده کړې کړي او بهرنیو ژبو ته لاسرسی نه لري، ډېرو یې د ایران د دغو لیکوالو له لیکنو او ژباړو ګټه اخیستې ده.
زموږ یوه برخه هېوادوال، چې فارسي ژبې ته له نورو هویتي عناصرو څخه په ډېر ارزښت قایل دي، فکر کوي، چې د ایران اسلامي جمهوریت هم د دوی په شان دی او د فارسي ژبو د ټولنې لپاره ډېر څه زغملای شي. البته په اسلامي جمهوریت کې دننه، داسې تمایل لرونکي کسان شته، خو د اسلامي جمهوریت ټولیز سیاست د فارسي ژبې ټولنې پر ملاتړ نه دی ولاړ. په تاجیکستان کې د امام علي رحمان دولت سره د اسلامي جمهوریت اړیکه کیدای شي د بېلګه په توګه یاد کړو. د دغو دوو دولتونو اړیکې، د امام علي رحمان له مخالفو اسلامي ډلو سره د اسلامي جمهوریت د اړیکې او همکارۍ له امله ډېرځله ترینګلې وې او ځينې وخت د ښکاره دښمنۍ تر بریده رسیدلې دي. ایران په تاجیکستان کې واکمن فرهنګي چاپېریال د ځان په ګټه نه بولي او نه یې خوښیږي، چې دغه دولت سره اړیکې یې په ایران کې هم د دغه دولت د الګو د ترویجیدو سبب شي. سره له دې، چې علي رحمان هم د خامنه یي په شان د ټول عمر رهبر دی، خو هغه ټولنیز نظام، چې د ده دولت یې غواړي، د اسلامي دولت له تبلیغیدونکې ټولنې سره یو شان نه دی. په افغانستان کې له غیر طالباني نظام سره هم، فرهنګي ملحوظات د ایران د نه دریدو لامل و، چې په پایله کې د ایران دولت د طالبانو ترڅنګ ودرید. د افغانستان د تېرو شلو کلونو ترویجیدونکی فرهنګي نظام او هغه څه، چې د افغانستان له رسنیو خپریدل، د ایران د دولت نه خوښیدل. دغه راز په افغانستان کې تصویب شوی اساسي قانون او زموږ په هېواد کې له ازادۍ څخه ترسره شوی تعریف، د اسلامي جمهوریت د ایډیالوژۍ خلاف و.
د تېرو شلو کلونو پر مهال، په افغانستان کې د ایران فرهنګي نفوذ ډېر کمرنګه شوی و، افغانانو نور له هغو فرهنګي مرکزونو، کتابتونونو او مراجعو سره، چې د ایران د دولت سیاستونه یې تبلیغول، لېوالتیا نه لرله. په افغانستان کې هغه ډلې او افراد، چې د فقیه نظام غوښتونکي وو، څنډې ته شوي وو او د دواړو هېوادونو فرهنګي اړیکې تر ډېره په غیر دولتي سطحه د ودې په حال کې وې. په افغانستان کې د هغو کتابونو بازار د وخت له تېریدو سره ګرمیده، چې په ایران کې سانسوریدل، همدا شان په ایران کې د افغانستان د ټلویزوني خپرونو لیدونکي د زیاتیدو په حال کې وو. په افغانستان کې ژوند د ایران په پرتله په مراتبو ستونزمن و، خو لږ ترلږه هغه فرصت، چې زموږ خلکو د دیموکراتیک ژوند لپاره د هڅو او تبلیغ په برخه کې درلود او ځينې برخې یې له رسنیو منعکس کیدل، په ایران کې د ځینوخلکو لپاره هڅونکی، خو د دولت لپاره یې ځورونکی و. هغه سیمې، چې د شوروي د یرغل پر مهال د ایران تر نفوذ لاندې ګڼل کیدې او د خمیني عکسونه او د اسلامي جمهوریت شعارونه پکې خپریدل، ډېر بدل شوي وو. د ایران دولت له همدې امله، خپله سیاسي ملګرتیا بدله کړه. ایران طالبان انتخاب کړل او هغه سیاستوال، فرهګي او مذهبي فعالان یې د طالبانو ملاتړ ته وهڅول، چې تر اوسه د ایران دولت ته ژمن پاتې وو.
ایراني ناسیونالیزم هم د اسلامي جمهوریت د هویت یوه برخه ده، خو فقیه ولایت دا هم د فارسي ژبې په شان په خپل خدمت کې راوستې ده. د اسلامي جمهوریت په څو څلویښت کلونو عمرکې، د دغه دولت تر ټولو لویه پانګونه د مذهبي ډلو پر پياوړتیا ده. هغه لګښت، چې د ایران دولت په منځني ختیځ کې د شیعه یي هلال لپاره کړې، په سیاسي برخه کې یې له هیڅ بلې پانګونې سره د پرتلې وړ نه دی. په عراق، لبنان او ځینو نورو هېوادونو کې، له شیعه ډلو او سازمانونو وروسته، په شمالي افریقا او منځني ختیځ کې یو شمېر سني مذهبه ګوندونه او حرکتونه هم د ایران تر ملاتړ لاندې وو. له حماس سره د اسلامي جمهوریت اړیکه او له خالد اسلامبولي څخه په تهران کې کم سارې نمانځنه د دغې اړیکې بېلګې دي.
د طالباني امارت ترڅنګ د ایراني فقیه ولایت په دریدو باید حیران نه شوو. فقیه ولایت په سیمه کې له دیموکراتیک ضدو حرکتونو سره په یو ځای کیدوو، د خپل نفوذ د بقا او پراختیا لپاره کار کوي او دا د دغه نظام ستراتیژي ده. د ایران اسلامي جمهوریت به د فارسي حوزې د ساتنې لپاره هیڅکله له طالبانو سره په جګړه نه شي، ځکه چې د “فارسي هلال” د خپل پایښت ضامن نه بولي. هغوی، چې له یوه لوري د دیموکراتیک حکومت او د خلکو رایو ته د درناوي شعار ورکوي، په افغانستان کې د غیرطالباني نظام پاشتلیا جنایت بولي او ادعا کوي، چې امارتي نظام ته غاړه نه ږدي او له بلې خوا تمه لري، چې اسلامي جمهوریت به د ملا هبت الله پر وړاندې د دوی ملاتړ وکړي، لار ورکي دي او نه پوهیږي، چې له فقیه ولایت سره دوستي او د انتخابي او دیموکراتیک حکومت لپاره مبارزه ممکنه نه ده. اسلامي جمهوریت ډېر« اشنایان» لري. له ډېرو سره سر خوځوي، راخوځوي او له خپلو اشنایانو سره ممکن د سیاسي موخو لپاره تاکتیکي اتحاد وکړي، خو اصلي هم لاري یې هغوی دي، چې دیموکراسي نه غواړي، د خلکو رایه د رهبر ټاکلو معیار نه ګڼي، مدني ازادۍ د خلکو حق نه بولي او د هغه حکومت لپاره په ښکاره جنګیږي، چې ځان د خدای استازی بولي.