طالبانو د دولتي ادارو له کارکوونکو نه د دیني ازموینو په لړ کې دا ځل له څارنوالانو نه ازموینه اخیستې ده. څارنوالان هغه کسان دي چې د جرمونو د څېړنې او څارنې مسوولیت لري. ۸صبح ورځپاڼې د طالبانو پوښتنپاڼه او ښوونیز چپتر تر لاسه کړی دی، چې ښيي، دغه ډله له څارنوالانو نه د دیني ازموینو د اخیستو ترڅنګ، هغوی ته اساسي اسلامي مسایل هم تدریس کوي. د استنجا، اوداسه او غسل څرنګوالی له هغو مهمو ښوونیزو موردونو دي، چې مخکینیو څارنوالانو ته چې اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې کار کوي، ورزده کول کیږي. یو چپټر چې د پوښتنو او ځوابونو په بڼه جوړ شوی او پر بنسټ یې څارنوالانو ته زده کړو ورکول کیږي، «تعلیم الاسلام» نومیږي. یو شمېر څارنوالان ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې په دغه چپټر کې د دیني لارښوونو هغه اساسي مسایل شامل دي چې هر مسلمان یې د بلوغ عمر ته تر رسېدو مخکې زده کوي. څارنوالان په دې باور دي چې طالبان د دوی حقوقي او مسلکي پوهې ته ارزښت نه ورکوي، د «بهرنیانو» په سترګه ورته ګوري او فکر کوي چې هغه کسان چې په جمهوري نظام کې یې کار کړی، په دیني مسایلو هیڅ نه پوهیږي.
طالبانو تر دې وړاندې هم له ډېرو دولتي کارکوونکو نه دیني ازموینه اخیستې ده. د بهرنیو چارو وزارت ښوونکي او کارکوونکي هم په هغو کسانو کې دي چې د طالبانو دیني ازموینه یې تېره کړې ده او دا چې څنګه ازموینه ترې اخیستل شوې په رسنیو کې یې پراخ انعکاس موندلی دی. په دې وروستیو کې طالبانو له پخوانیو څارنوالانو نه چې اوس د لویې څارنوالۍ په اداڼه کې د دغې ډلې تر واکمنۍ لاندې کار کوي، هم دیني ازموینه اخیستي ده.
۸صبح ورځپاڼې ته یوه پوښتنپاڼه رسېدلې، چې ښيي دغې ډلې د دوشنبې په ورځ د مرغومې پر۲۶مه، تر خپل کنټرول لاندې د لویې څارنوالۍ له کارکوونکو نه دیني ازموینه اخیستې ده. په دې پوښتنپاڼه کې نهه پوښتنې شاملې دي چې د کابل د دارالامان په سيمه کې د دغې ډلې د لوىې څارنوالۍ په جومات کې له څارنوالانو شوې دي. د دې ازموينې هره پوښتنه ۱۰ نومرې لري او ۱۰ نومرې د هغو کسانو لپاره ځانګړې شوې دي چې «صورت او سیرت» یې په سنت برابر وي. د څارنوالانو لومړۍ پوښتنه دا وه چې « طیبه کلیمه» بیان کړئ. پوښتنه داسې شوې ده:« د طیبه کلمې لفظ او معنی بیان کړئ.»
په دویمه، دریمه او څلورمه پوښتنه کې په ترتیب سره د لمانځه، اوداسه او تیمم فرضونه پوښتل شوي دي. د دې پوښتنپاڼې په پنځمه پوښتنه كې راغلي دي: ” مفصل ايمان او مجمل ايمان بيان كړئ. همدارنګه په شپږمه پوښتنه کې د مقربو ملایکو د شمېر او نومونو پوښتنه شوې ده. اوومه پوښتنه په دې ډول شوې ده: «مشهور اسماني کتابونه څو دي؟ د هر یوه نوم ولیکئ او موږ د کوم پیغمبر په امت یو؟ د هغه نوم او نسب ذکر کړئ؟ د پیغمبر د مخ او بدن صفت د طالبانو د دې پوښتنپاڼې اتمه پوښتنه ده. په نهمه پوښتنه کې له ګډونوالو غوښتل شوي چې د اسلام د پیغمبر اخلاق په لنډه توګه بیان کړي، او د یادښت په ځای کې لیکل شوي چې هغه کسان چې «صورت او سیرت» یې د پیغمبر له سنتو سره برابر وي د لسو نومرو مستحق دي. یو شمېر څارنوالان، چې نه غواړي نوم یې په رپوټ کې خپور شي، تاییدوي، چې دا لس نومرې هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې ږېږره او لونګی ولري.
د څارنوالانو غبرګون او نظر
يو شمېر څارنوالان چې د جمهوريت په دوره کې يې د جرمو دوسیو د تعقیب په برخه کې کار کړی او اوس د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کابل او د هېواد په شمالي ولايتونو کې دندې ته دوام ورکوي، ۸صبح ورځپاڼې ته وایي چې په اوونۍ کې دوه ورځې دندو ته بلل کېږي او دا دوه ورځې طالبان ورته «لومړنۍ عقیدتي او دیني زده کړې ورکوي» ورکوي. ډېری دغه دولتي کارکوونکي د طالبانو د وېرې له امله نه غواړي چې نومونه یې په رپوټ کې واخیستل شي.
د هېواد د شمالي ولايتونو يو څارنوال له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې وایي، چې په اوونۍ کې دوه ورځې (د يادو ورځو نومونه د سرچينې د محرميت له امله لرې شوي) څارنوالۍ ته ورغوښتل کېږي. د هغه په وينا، په دغو دوو ورځو کې ټول په يوه دفتر کې راټولېږي او د طالبانو يو مامور ورته لومړنۍ ديني زده کړې ورکوي. د قرآن کریم د یوه سورت ژباړه او د اوداسه او تیمم څرنګوالی د څارنوالانو لپاره د طالبانو د زده کړو مهم مسایل دي.
دغه راز يو بل څارنوال وايي، چې طالبان د څارنوالانو شعور او پوهې ته سپکاوى کوي او دوى دغه سپکاوى د مجبوريت او د زندان او زولنو له وېرې مني. هغه پوښتي: «څنګه کېداى شي چې يو څوک چې په جنايتونو د تورن کس د نيولو حکم صادر کړي، مسلمان وي، په ښوونځي، پوهنتون او قضا کې یې زده کړې کړي وي، لمونځ او اودس يې نه وي زده؟» دا چې هغوی (طالبانو) راشي او له څارنوال نه د تیمم او اوداسه ازموینه واخلي، ایا دا سپکاوی نه دی؟ طالبان فکر کوي چې له دوی پرته بل څوک مسلمان نه دي. طالبان موږ ته د غیر مسلمان په سترګه ګوري او هڅه کوي چې له دولتي ادارو مدرسې جوړې کړي.
ابراهیم کاوه (مستعار نوم) د هیواد یو څارنوال دی چې دا مهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې کار کوی. هغه وايي:« طالبانو د هغو کسانو د بې دینۍ او بد دینۍ په اړه چې په یو ډول نه یو ډول له پخواني نظام سره تړلي وي، ځينې خبرې ځانته تلقین کړي او منلي دي. (طالبان) فکر کوي چې دوی له داسې کسانو سره مخ شوي چې د دین او مذهب په اړه پر څه نه پوهېږي او ان د کوچینیو مسایلو په تړاو معلومات نه لري». دغه څارنوال زیاتوي: «طالبان د حقوقو پوهې او د څارنوالۍ مسلک ته ارزښت نه ورکوي. څارنوالان او د څارنوالۍ مسلکي غړي پردي ګڼي او د دې ادارې د غړو د حقوقي مهارتونو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره هیڅ لرلید نه لري. زما په اند د دوی دا چلند د هغو کسانو د سپکاوي لپاره دی چې د دوی په وینا غیر شرعي (حقوق) یې لوستي.
څارنوالانو ته کوم دیني مسایل تدریس کیږي؟
په همدې حال کې یو شمېر څارنوالانو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تایید کړه، چې د طالبانو مبلغان دوی ته د لمانځه او لومړنیو مسایلو چې هر مسلمان یې په کور کې زده کوي، درس ورکوي. یو له هغو چپټرونو چې دا ډله یې څارنوالانو ته درس ورکوي «تعلیم الاسلام» نومیږي. دا رساله د حنفي مذهب د فقهې پر بنسټ د علامه مفتي کفایت الله دهلوي له خوا لیکل شوې او د ابو الحسین عبدالمجید مرادزهي خاشي له خوا فارسي ته ژباړل شوې ده. دا چپټر څلور برخې لري. لومړۍ برخه د اذان څرنګوالی، د اودسه کولو طریقه او د لمانځه طریقه ده. د دې کتاب د لومړۍ برخې دویمه برخه له عقیدتي مسایلو جوړه ده. ملائکې، آسماني کتابونه، پیغمبران، قیامت، تقدیر او له مرګ وروسته ژوند د دې برخې سرلیکونه دي. د اسلامي احكامو تدريس، د لمانځه لومړى شرط، د غسل بيان، پر موزو د مسحې بيان، په ټپ باندې د مسح كولو حكم، د استنجا بيان او د څاه د اوبو په ګډون د اوبو د حكم بيان د څارنوالانو ته د تدریس لپاره د طالبانو د درسي چپټر دویمه برخه ده.
د دغه چټټر دریمه برخه او لومړۍ برخه د توحید، ولایت او د خدای د اولیاء، معجزې او کرامت په هکله مسایل بیانوي. د دې څپرکي په دویمه برخه کې د اودسه فرضونه او سنتونه، د اوداسه مستحبات، د اوداسه ماتېدل، د غسل مسایل، نجاست او استنجا، تیمم، د عورت پټېدل او نور هغه مکلفیتونه شامل دي، چې په نمانځه کې په پام کې نیول کیږي. په څلورمه برخه کې یې د کفر او شرک بیان او د بدعت او ګناهونو بیان یاد شوی دی .نورې برخې یې اسلامي عملونو او د اوداسه، لمانځه او روژې ماتېدونکو او مکروه کوونکو مسایلو ته ځانګړې شوې دي. دغه چپټر ۱۸۵ مخونه لري او د پوښتنو او ځوابونو په بڼه ترتیب شوې دی. لومړۍ پوښتنه یې داسې پیلیږي: «تاسو څوک یاست؟؟» ځواب یې دا دی:« زه مسلمان یم.» په دې چپټر کې په زړه پورې پوښتنې او ځوابونه مطرح شوي، خو په دې راپور کې یوازې ځینې انتخابونه تر بحث لاندې نیول شوي دي. څلور دېرشمه پوښتنه یې دا ده چې: د لمانځه پر مهال د سړي مخ باید پر کوم لور وي؟ په ځواب کې ويل شوي چې «د قبلې پر لور» او تر څنګ يې ليکل شوي چې ايران یې په سویل لوېديځه برخه کې پروت دى.
په دري دیرشمه پوښتنه کې راغلي: له لمانځه مخکې د لاسونو، مخ او پښو مينځلو ته څه وايي؟ په په ځواب کې «اودس» ویل شوي چې له هغه پرته لمونځ سم نه بلل کیږي. په ١٠٨ مخ کې یې راغلي دي:«غسل څه ته وايي؟» په ځواب کې یې راغلي د ټول بدن مينځلو ته غسل وايي.
۲۱۲ پوښتنه د اودس پر مهال د لاسونو د مينځلو په اړه ده. په دې چپټر کې د هغه چا په اړه پوښتنه شوې ده چې شپږ ګوتې لري. پوښتنه دا ده: که د چا شپږ ګوتې وې نو د شپږمې ګوتې مينځل واجب دي او کنه؟ په ځواب کې یې راغلي:«هو، واجب دي.» په بله پوښتنه کي راغلي دي چي د سترګو دننه مينځل فرض دي او که نه؟ په ځواب کې راغلي دي چې د سترګو دننه مینځل فرض نه دي.
له دې ټولو سره سره، يو شمېر مخکیني څارنوالان له ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې هر مسلمان بلوغ ته تر رسېدو او پرې د لمانځه تر فرض کېدو مخکې پر دغو مسایلو پوهېږي او اړتیا نشته چې په تخصصي ادارو کې په اجباري ډول هغو کسانو تدریس شي چې ټول عمر یې عبادت کړی او د شرعي او قانوني احکامو پر بنسټ یې د جرمونو د څېړلو او تعقیب دنده پر غاړه لرلې ده. د هغوی په وینا، طالبان باید د مسلکي او حقوقي زده کړو او د جرمونو د څېړنې او تعقیب ښه زمینه برابره کړي، چې د څارنوالۍ بنسټیزه او مهمه دنده ده او پر هغو مسایلو وخت ضایع نه کړي چې هر مسلمان یې په ماشومتوب کې زده کوي.
که څه هم طالبانو تر خپلې واکمنۍ لاندې په ډيرۍ دولتي ادارو کې د ازموینو او عقیدتي زده کړو بهیر پیل کړی دی او د دولتي ادارو کارکوونکي اړ دي چې دغه ازموینې او زده کړې ترسره کړي، خو ډېری یې د طالبانو دغه کړنه د ځان د شخصیت د سپکاوی بولي.
تر دې وړاندې ۸صبح ورځپاڼې داسې معلومات ترلاسه کړي وو، چې ښودل یې دغې ډلې د ښوونځيو له ښوونکو نه هم په دیني ازموینو کې ورته پوښتنې کړې وې. هغه مهال یو شمېر استادانو ۸صبح ورځپاڼې ته د طالبانو دغه کړنه د ښوونکي مقام ته سپکاوی بللی و او ټینګار یې کړی و، چې له دوی سره دغه راز له سپکاوي ډک چلند باید ونه شي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د حکم له مخې له لویې څارنوالۍ نه د «څیړنې او څارنې» واک اخیستل شوی دی.