۸صبح، کابل: د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې د لوی اختر په مناسبت یې ۳۴۹ بندیان خوشې کړې دي.
نوموړي بنسټ شنبه د غبرګولي پر ۲۶مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا کسان د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د حکم له مخې ازاد شوي دي.
یاد بنسټ زیاته کړې ۲۷۰ نور بندیان چې د تخفیف وړ و، د بند موده یې کمه شوې ده.
په خبرپاڼه کې د خوشې شویو کسانو د تورونو په اړه څه ویل شوي نه دي.
د یادونې ده چې طالبانو په تېرو نږدې درېیو کالو کې خپل ځينې نیوکګر، سیاسي او نظامي مخالفان نیولي او بندیان کړي.