• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

لوی اختر او د څارویو بې‌خونده بازارونه؛ د بلخ ډېری اوسېدونکي یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران دي

۸صبح، بلخ ۸صبح، بلخ
۲۷ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴ [t_time:1718539994]
AFP

AFP

د بلخ ځینې اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې بېوزلي او لوږه ډېره شوې او ډېری خلک د لومړنیو توکو د پېرلو وس نه لري. هغوی ټينګار کوي چې په تېرو درېیو کالو کې یې سختې ورځې تېرې کړې او راتلونکې ته اندېښمن دي. دا اوسېدونکي زیاتوي چې د تېرو کلونو په څېر د څارویو او نورو خوراکي توکو په بیو کې بدلون راغلی نه دی؛ خو د لوږې او بېکارۍ لامله یې د پېر ځواک کم شوی او د قربانۍ لپاره د څارویو اخیستلو وس نه لري.

د چمتال ولسوالۍ د سراسیاب کلي اوسېدونکی عبدالله وايي چې وچکالۍ او د عاید کمښت لامله ان خپلو ماشومانو ته د ډوډۍ موندلو وس نه لري او په وینا یې، په لوی اختر کې د خوشالۍ پلمه ورپاتې نه ده. د چمتال ولسوالۍ دا اوسېدونکی زیاتوي: «سږکال د اختر په هکله مه غږېږئ، وچکالۍ پاخه کښتونه له منځه یووړل، هنګ بوټی ډېر ارزانه شوی او له ډېرو ستونزو سره مخ یو. دا اوس چې له تاسې سره غږېږم، په سپوره ډوډۍ د خپلې کورنۍ د خېټې مړولو وس نه لرم، وچه میوه او د قربانۍ پسه خو په خپل ځای پرېږده.» نوموړي له وسمنو او پانګوالو غوښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې د بېوزلو لاسنیوی وکړي.

د بلخ یو بل اوسېدونکی عصمت‌الله چې نوی یې واده کړی، وايي چې لومړی وار دی چې د ژوند ګډ اختر نمانځي. نوموړی چې د قربانۍ لپاره د څارویو د پېر (مال بازار) ته راغلی، د څارویو له لوړو بیو سرټکوي. د بلخ دا اوسېدونکی هم له اقتصادي ستونزو شکایت لري او وايي چې د پروسږکال په څېر د څارویو په بیه کې بدلون راغلی نه دی؛ خو په وینا یې، د بېوزلۍ او کار نشتوالي لامله ښايي ونه شي کړای د تېرو کلونو په څېر په خوشالۍ اختر ونمانځي. هغه زیاتوي چې پخوا یې د کورنۍ لپاره دوه درې پسونه قرباني کول؛ خو سږکال د یوه پسه د پېرلو وس نه لري.

ورته مهال، په بلخ کې د څارویو پلورونکي بیا له تت بازاره شکایت کوي. هغوی وايي چې خلک د څارویو د پېرلو وس نه لري او هغه څاروي چې غوښتل یې د اختر په شپو ورځو کې یې وپلوري، همداسې پاتې دي.

په بلخ کې د څارویو یو پلورونکی حشمت‌الله وايي چې پخوا کلونو کې د اختر له ورځو شپو وړاندې د څارویو بازار ښه و؛ خو په وینا یې، سږکال یې مزه نه شته. نوموړی زیاتوي: «فروشات نه شته. داسې یې وګڼئ چې په یوه اوونۍ کې مې ۱۰ پسونه خرڅ کړي. تېرو کلونو کې داسې نه و، څومره څاروي چې و، خرڅېدل. سبا اختر دی، هېڅ څه مې نه دي خرڅ کړي، ځکه کاروبار نه شته، د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی.»

بل پلو، د مزارشریف ځینې اوسېدونکي وايي چې د وچې مېوې د پېرلو وس نه لري او سږکال یې د اختر دسترخوانونه خالي دي.

په مزارشریف کې د وچې مېوې ځينې کاروباريان وايي چې د تېرو کلونو پرتله، د سږني لوی اختر مزه نه شته. هغوی باوري دي چې ډېری اوسېدونکي د توکو پېرلو لپاره بازار ته راځي؛ خو د بیو د لوړوالي او د پېر ځواک د کمي لامله بېرته خالي لاسونه ستنېږي.

پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو راهیسې د خلکو اقتصادي ستونزې ډېرې شوې دي او خلک د خپل راتلونکې په اړه اندېښمن دي.

تازه د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې ۱۲ میلیونه وګړي نه پوهېږي راتلونکې خواړه به له کومه کړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ګاونډیو هېوادونو ته د څارویو قاچاق؛ د زابل کوچیان: څړځايونه مو طالبانو او خلکو نیولي
ځانګړي

ګاونډیو هېوادونو ته د څارویو قاچاق؛ د زابل کوچیان: څړځايونه مو طالبانو او خلکو نیولي

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1728804930]
په کندهار کې د غواګانو فارمونو مسوولان: د ناروغیو له کبله مو فارمونه د سقوط تر پولو رسېدلي دي  ‏
ځانګړي

په کندهار کې د غواګانو فارمونو مسوولان: د ناروغیو له کبله مو فارمونه د سقوط تر پولو رسېدلي دي ‏

۲۰ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1725960083]
ډیکر: د هغو امریکايي وګړو د خلاصون لپاره له یوې لارې هم درېغ نه کوو چې په افغانستان ناحقه بندیان دي
خبرونه

طالبان: د لوی اختر په مناسبت د هېواد له بندخونو ۳۴۹ بندیان خوشې شول

۲۶ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴ [t_time:1718455079]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.