۸صبح، کابل: بدخشان کې له جګړو له څو ځله انکار وروسته طالبانو په دغه ولایت کې د نښتو په تاییدولو ویلي، چې د مقاومت جبهې ۳۸ غړی يې وژلي دي.
بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي دوشنبه د لړم پر دویمه نېټه ادعا کړې ده، چې د دې ډلې په چاڼیزو عملیاتو کې د بحرالدین او عبدالحمید په نومونو د مقاومت جبهې د دوو لوړپوړو قوماندانانو په ګډون د دې جبهې ۳۸ غړي وژل شوي دي.
احمدي د طالبانو د تلفاتو شمېر ۳ مړه او ۵ ټپيان اعلان کړی دی.
د باختر د راپور له مخې د بدخشان په نښتو کې د مقاومت جبهې لږ تر لږه ۷۸ ځواکونه نیول شوي دي.
طالبانو ادعا کړې ده، چې د مقاومت جبهې وروستی مرکز یې له منځه وړی دی.
د مقاومت جبهې د بدخشان په نښتو کې د خپلو دو قوماندانو وژل کېدل تایید کړي دي.
په دې وروستیو کې د بدخشان په څلورو ولسوالیو کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د نښتو راپورونه خپاره شوي دي.