۸صبح، کابل: په اسلاماباد کې د طالبانو سفارت ویلي چې د دغې ډلې سفیر سردار احمد شکیب او د افغانستان لپاره د پاکستان استازي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرېاترې کړې دي.
په اسلاماباد کې د طالبانو سفارت سېشنبه د غبرګولي پر ۱۶مه په اېکسپاڼه کې په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د پاکستان له استازي اصف دراني سره د شکیب د لیدنې خبر ورکړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو او د متقابلو اړیکو د زیاتوالي پر لارو چارو خبرېاترې شوې دي.
دا لیدنه په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو او اسلاماباد اړیکې یو ځل بیا ترینګلې شوې دي.
تر دې دمخه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمدخرم اغا کابل ته راغلی او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري سره یې لیدلي و.
په دې سفر کې محمدنبي عمري په پاکستان کې پر چینايي انجینرانو د برید د عاملانو د نیولو ژمنه کړې وه.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، اسلاماباد په دې هڅه کې دی چې په پرلپسې ډول د چینايي انجینرانو د مسئلې په راپورته کولو سره د دغې ډلې او چین ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي.