طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې، ځانونه له شر او فساد څخه د افغان ولس ژغورونکي بلل. د تنظیمي جګړو په خونړي وضعیت او د قوماندان سالارۍ د خپلسریو پرمهال، طالبان راغلل او د ټوپکونو مدیریت یې له نورو واخیست او د متروکو کارول یې پيل کړل.
دا چاره د جګړې ځپلي ولس په اند پرمختګ ښکارېده، خو د وخت په تېرېدو سره یې ولیدل چې د یوې ډلې جګړه مارانو لاسونو ته د ټوپک او متروکو ورتلل، ان که له شر او فساد سره د مبارزې په شعار سره هم راغلي وي، آرامي او نېکمرغي نه راولي. طالبان که څه هم د تاوتریخوالي ابزار له خپلو سیالانو اخیستي وو، خو په خپله یې په کارولو کې د جګړه مارانو په شان عمل کاوه. ظلم، جبري کډه کول، د ملکي وګړو وژل، د لاسونو او پښو د پرې کولو په شان سزاګانو، پر واټونو د ښځو او نارینه وو په متروکو وهلو، په عبادتونو کې جبر او په ګمارنو کې توپیري چلند، طالبان په لوی شر بدل کړي وو چې د دوی د سقوط میاشت او کال که څه هم د پردیو په لاس و، په عمومي غورځنګ بدل شوي وو.
اوس په دې دوره کې، طالبانو د خپلواکۍ په اړه یوه کیسه جوړه کړې او ځانونه د هېواد د آزادۍ مبارزین بولي. دوي هڅه کوي هغه ورځ چې ارګ ته راوستل شوي، د راتلونکي افغانستان د بڼې موندلو پيل اعلان کړي؛ خو ددې ادعا ناسم والی په لومړۍ دوره کې له شر او فساد سره د مبارزې د ادعا په پرتله ډېر ښکاره دی. دومره څرګند چې په خپله طالبان د خپلواکۍ ورځې له لمانځلو یو ډول شرمېدل او د هغې ورځې د «لمانځلو» لپاره د پراخ ګډون یا کمپاین شاهدان نه وو. د دې ډلې په مشرتابه کې هم یووالی او همغږي نه وه او یو شمېر یې په محدودو مراسمو کې چې جوړ کړي یې وو، ګډون نه و کړی. د خلکو چوپتیا او سوړ غبرګون، د طالبانو کوچنۍ ډلې چې پر واټونو له وسلو او بیرغونو سره ګرځېدې، منزوي او منفورې وښودې.
اوس د طالبانو په مشرتابه کې یو شمېر کسان هڅه کوي، ځانونه خپلواک وښيي او ووایي چې د داسې ادارې جوړولو په لټه کې دي چې د افغانستان له کلتوري ځانګړتیاوو سره سمون ولري او په دې کار کې، آن چمتو دي د پاکستان له حکمونو سرغړونه وکړي. دوی د پولو او ځمکنۍ بشپړتیا د خوندیتوب ادعا لري او د پاکستان او نورو د هوايي بریدونو په وړاندې «اعتراض» کوي؛ خو واقعیت دا دی چې طالبان له پېلتوب پرته دوام نه شي کولای. دا ځل د طالبانو ډلې پېلتوب د تېرې دورې په پرتله ډېر ژور او پېچلی دی. په ۱۹۹۰ زېږدیزه لسیزه کې، پاکستان او څو محدود هېوادونه د طالب پروژې خاوندان وو، خو دا ځل د افغانستان له خلکو پرته، د سیمې او نړۍ ټول ځواکمن په یو ډول په دغه پروژه کې ځانونه د ونډې لرونکي بولي. د طالبانو د واکمنۍ دوام له همدې امله شوني نه دي، ځکه چې له ټولو بېلابېلو ګټو سره، د ټولو ونډه لرونکو همغږي د اوږدمهال لپاره عملي نه دي. که دا تناقض د طالبانو حکومت د رامنځته کېدو لپاره د یوې ډلې طالبانو له هڅو سره یو ځای ترسره شي چې د ونډه لرونکو له هوکړې سره په ټکر کې وي، هغه وخت به د طالبانو پاشل کېدل او ماته واک ته د رسېدو په شان چټکه وي.
پر داسې لار د ګام اېښودلو لپاره د طالب مشرانو لېوالتیا چې اصلي ونډه لروونکي يې (امریکا، یا اصلي قراردادي یې پاکستان) وو وځوروي، د دې ډلې د شته والي لامل به نفي کړي. دا ځل ښایي بي ۵۲ او بهرني پوځي برید ته اړتیا نه وي. بسنه کوي چې افغانان دې ته پام وکړي، د طالب پروژې ونډه لرونکي نور نو څلوېښت میلیون ډالري بستې نه رالېږي او له طالبانو سره مخالفت زغمي؛ هغه مهال به پاڼه په چټکه توګه واوړي او داسې ډله چې د ښوونځیو په تړلو، د کورونو د دېوالونو ترشا د نیمايي وګړو بندي کولو، د آزادۍ په تکفیرولو، د پوهنتونونو په تخریب، د قوانینو په لغوه کولو، ټولیزو ارزښتونو ته په درناوي نه کولو، د مذهبي، سیاسي، قومي او کلتوري توپیرونو سره یې د هېواد اکثریت وګړي د ځان دښمنان کړي، د خلکو د کرکې او غوسې په تېزاب کې به ویلې شي.