د طالبانو له لوري له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده کړو د بندیز له لګول کېدو وروسته، ګڼو نجونو رسمي او غیر رسمي دیني مدرسو ته مخه کړې ده. په کندز ولایت کې یو شمېر دغه نجونې وايي، کله چې د ښوونځیو دروازې د دوی پر مخ خلاصې وې، په داسې حال کې چې هڅول کېدې او وړیا درس ورکول کېده، مدرسې ته نه تللې. د دغه د راپور موندنې ښيي، چې طالبان په دیني مدرسو کې نجونو ته وايي، چې د نارینه وو د خدمت لپاره پیدا شوي دي او باید په سیاسي چارو او د حکومتولۍ په نورو مسایلو کې لاسوهنه ونه کړي. په کندز کې د طالبانو د پوهنې ریاست د مسوولانو د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه ولایت کې ۵۰۰ ښوونځي او ۸۰۰ دیني مدرسې شته، چې ډېری یې په تېرو دوو کلونو کې جوړې شوې دي.
په کندز ولایت کې یو شمېر نجونو چې له شپږم ټولګي پر پورته زده کړو د بندیز د لګېدو له امله له زده کړو بې برخې شوې، د دیني زده کړو په موخه یې په دغه ولایت کې رسمي او غیر رسمي مدرسو ته مخه کړې ده. دغه نجونې وايي، کله چې د ښوونځيو دروازې د دوی پر مخ پرانېستې وې، نو د ګوتو په شمار نجونې دیني مدرسو ته تللې او ان خصوصي دیني مدرسو د نجونو د پام ورخپلولو او هڅونې لپاره له دوی هېڅ فیس نه اخیست. دوی زیاتوي، چې اوس نه یوازې د دغو مدرسو فیس لوړ شوی، بلکې د ظرفیت د کموالي له امله نجونې په اسانۍ ورته نه منل کېږي.
د راپور موندنې ښيي، چې دا مهال لوړ عمر لرونکې او له دوولسمې پورته نجونې هم ديني مدرسو ته ځي او د طالبانو له لوري ورته هېڅ ممانعت نه کیږي.
اخوا په کندز کې د طالبانو ځایي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د نجونو او هلکانو ۵۰۰ ښوونځي او ۸۰۰ دیني مدرسې فعالیت لري. د دوی په خبره، ډېری دیني مدرسې په تېرو دوو کلونو کې جوړې شوې دي.
د دغو دیني مدرسو لویه برخه د نجونو لپاره ځانګړې شوې چې په جلا کورونو او مدرسو کې د ښځو لخوا پکې تدریس کیږي. د راپور له مخې په کندز کې د نجونو لپاره ځانګړې مدرسې د طالبانو د ځایي چارواکو تر ملاتړ لاندې دي. دغه طالب چارواکي د دیني مدرسو د فراغت مراسم په ځانګړې او شانداره توګه ترسره کوي.
اوسمهال د طالبانو د ډلې ځينې چارواکي د جهادي مدرسو خاوندان دي چې هلکانو او نجونو ته پکې د دغې ډلې د خوښې وړ دیني مسایل تدرېسېږي. د ۸صبح موندنې ښیی، چې د کندز د ښار او کلیو په ډېری دغو مدرسو کې د تدریس بڼه داسې ده چې نجونو او هلکانو ته طالباني فکر تزریق کیږي.
یو شمېر نجونې چې په کندز کې د طالبانو په دیني مدرسو کې زده کړې کوي وايي، په داسې حال کې چې دوی د خپل راتلونکي لپاره ډېر ارمانونه لرل، خو په دیني مدرسو ورته ویل کیږي چې ښځې د نارینه وو د خدمت لپاره پیدا شوې دي او باید په سیاسي او د حکومتولۍ په نورو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. د دغو نجونو په خبره، له څو ودونو سره مخالفت د «خدای د امر» مخالفت تبلیغ کیږي او ویل کېږي چې باید د خپلو مېړونو د امر پیروي وکړي.
عادله (مستعار نوم) یوه کندزۍ نجلۍ ده چې تر لسم ټولګي پورې یې په ښوونځي کې زده کړې کړې دي. نوموړې وايي، چې د ډېرو نجونو په څېر يې د بېکارۍ او د خپل رواني او روحي حالت د بدلولو لپاره دیني مدرسې ته مخه کړې ده. دغه زده کوونکې وايي چې د طالبانو په دیني مدرسو کې « دسختو عربي کتابونو تر څنګ دیني کتابونه، د مېړه اړوند مسایل، د نارینه وو د دویمو، درېیمو او څلورمو ودونو عادي ښودل او دا چې د ښځو دنده په کور کې د اولادونو روزنه ده، نه کار کول او ډوډۍ پیدا کول» هم تدرېسیږي. دغه کندزۍ نجلۍ وايي چې په ديني مدرسو کې ورته ويل کيږي چې هغه ښځې چې په دفترونو کې له نا محرمو سړیو سره يوځای وې، ډېرې ګناوې یې کړې دي.
اوسمهال دیني مدرسو د نجونو د داخلې لپاره ځینې شرایط او محدودیتونه لګولي دي. د دیني مدرسو د قواعدو له مخې، نجونې باید «بشپړ تور حجاب» واغوندي څو په دیني مدرسو کې ومنل شي.
زهرا (مستعار نوم) بله نجلۍ ده چې د ښوونځي ترڅنګ له شپږو کالو راهیسې په دیني مدرسه کې هم زده کړې کوي. دا وايي، له دې سره هېڅ ستونزه نه لري چې د یوه سړي دویمه او درېیمه مېرمن شي. د دې په وينا، که چېرې د یوه سړي دويمه يا درېيمه ښځه شي، نو په تقدیر کې یې همدا دي او مني یې. دا ټینګار کوي چې له دې امره سرغړونه د خدای د امر نه منل دي. زهرا ټینګار کوي چې له واده مخکې له هلک یا سړي سره مینه کول «بې حیایي او نه بخښونکې» ګناه ده.
نجیلا (مستعار نوم) چې له ښوونځي فراغېدو ته یې یوازې یو کال پاتې دی، وايي چې د دیني مدرسو درسونه ورته ستونزمن دي. د دې په وينا، هغه نجونې چې تازه ديني مدرسو ته ځي، له طالبانو کرکه لري، خو ورو ورو بدلېږي او ان ځينې يې له طالب جنګياليو سره واده کولو ته لېواله کېږي. نجيلا وايي: «په اطراف کې هم څو ځلي د خپلې توړۍ له لور سره دینی مدرسې ته ولاړم. نجونو ته کله ناکله د ځینو کسانو لخوا د طالبانو د نظام تبلیغات کیږي. نجونې اوس له طالبانو سره په واده کولو کې کومه ستونزه نه لري. پخوا به دې که یوه نجلۍ وژله هم، طالب یې نه مانه.»
د نوموړې د څرګندونو له مخې، هغه نجونې چې له ښوونځي او پوهنتونه فارغې دي، دا ورته د منلو وړ نه ده چې طالب د خپل ژوند د ملګري په توګه ومني او په ځلونو طالبانو د واده په تړاو له دغو نجونو منفي ځواب ترلاسه کړی دی.
بلخو هغه نجونې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په دیني مدرسو کې پر دیني زده کړو بوختې دي، چمتو دي چې د دې ډلې د جنګیالیو دویمه، درېیمه یا څلورمه مېرمن شي او دا کار ورته د منلو وړ دی.
په همدې حال کې سرچینې وايي چې کله ناکله نجونې د خپلو ښځینه استادانو لخوا له طالبانو سره واده کولو ته هڅول کېږي او استادانې نجونو ته وړاندیز کوي چې د طالب جنګیالیو مېرمنې شي.
سرچینه وايي، دا مهال د کندوز ښار په شاوخوا او ولسوالیو کې ډېری دیني مدرسې په رسمي ډول د طالبانو له لوري ثبت شوي او استادانې یې له دې ډلې معاشونه او امکانات ترلاسه کوي. خو په کندز ښار کې دیني مدرسې تر اوسه د طالبانو له دغو امتیازاتو برخمنې نه دي.
د زده کړو د برخې کارپوهان پر دې باور دي، چې طالبان په جدي ملاتړ او د ډېرو دیني مدرسو په جوړولو سره هوډ نه لري چې د نجونو ښوونځي پرانېزي. د دوی په وینا، په ښوونځیو کې نجونې د طالباني مفکورې له اغېزو لېرې او په آزاده توګه لویېږې او د اعتراض کوونکو نجونو په څېر د دې ډلې د تګلارو پر وړاندې اعتراض کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو په خپل منځ کې ان د دویم، درېیم یا څلورم واده پر سر سیالي لرلې ده. له کندزه د ۸ صبح معلومات ښيي، چې ډېری وخت طالبان نجونو ته د دویم، درېیم یا څلورم واده وړاندیز کوي، خو هغوی یې نه مني. له کندزه داسې کره اطلاعات هم شته، چې د دغې ډلې ډېری چارواکو او جنګیاليو نجونې جبري ودونو ته اړې کړې دي.