۸صبح، کابل: طالبانو تېره شپه د محمدمهدي همایون زارعان او کمال خاکي په نومونو د ایران دوه سیاسي کډوال د کابل په اتمه حوزه سید نورمحمد شاه مېنه کې ونیول.
یوه سرچینه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د شپې اتو بجې شاخوا د طالبانو کابو شل تنه چې ښایي امنیتي ځواکونه وو، د زارعان او خاکي د اوسېدو ځای ته دننه شوي او وروسته یې دواړه په تړلو سترګو او لاسونو نامعلوم ځای ته لېږدولي دي.
تر اوسه د دغو دوو ایراني کډوالو د نیولو انګېزه نه ده روښانه او طالبانو په دې اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي.
سرچینې زیاتوي: «طالبانو د دغو دوو کډوالو د کور له پلټنې وروسته هېڅ جرمي مورد پیدا نه کړ او دواړه تنه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سندونه هم لري.» طالبانو د دغو دوو کډوالو د نیولو په حال کې هېچا ته اجازه نه ورکوله، چې کور ته نږدې شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
همایون زارعان اته کاله او کمال خاکي څلور کاله کېږي، چې په افغانستان کې اوسېږي.
دوی دواړو د مخکیني حکومت د قوانینو له مخې اجازه نه لرله، چې په افغانستان کې کار وکړي او د حکومت له سقوط وروسته له کور څخه نه راوتل. دغو سیاسي فعالانو کابل ښار کې یوځای ژوند کاوه.